د لاس رسي وړ اتصالات

رسنیو مسؤلین: وروستیو کې په رسنیو محدودیت زیات شوی


ډاکټرعبدالله وویل له تېرو څو میاشتو راهېسې پرلپسې غونډې کوي،ترڅو د بیان د ازادۍ لپاره د ستونزو د اواري په هدف عملي ګامونه واخلي
ډاکټرعبدالله وویل له تېرو څو میاشتو راهېسې پرلپسې غونډې کوي،ترڅو د بیان د ازادۍ لپاره د ستونزو د اواري په هدف عملي ګامونه واخلي

که څه هم یوه لور ته د رسنیو مسؤلین وايي، په وروستیو دوو میاشتو کې اطلاعاتو ته لاس رسی محدود شوی، خو بل لورته اجرائيه رئيس بیا خپلې ژمنې تکراروي.

نن شنبه په کابل کې د تحول په لسیزه کې د رسنیو د ونډې په دوه ورځني کنفرانس کې د رسنیو مسؤلینو وویل، چې په وروستیو دوو میاشتو کې په رسنیو محدودیتونه زیات شوي دي، که څه هم د ملي یووالي د حکومت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله مني، چې پدې برخه کې شکایتونه ډېر شوي، خو وايي، د ملي یووالي حکومت د رسنیو ازادۍ ته ژمن دی.

اجرائيه رئيس چې پدغه کنفرانس کې برخه اخېستې وه، وویل ‪"‬له رسنیو سره ناسم چلند او هغه هم د حکومت لخوا د منلو ندی، وې ویل چې امنیتي ارګانونو ته لارښونه شوې ترڅو د خبریالانو د مصونیت په برخه کې ورسره مرسته وکړي.‪"‬

ډاکټر عبدالله عبدالله وویل له تېرو څو میاشتو راهېسې مونږ پرلپسې غونډې کړي، ترڅو د بیان د ازادۍ لپاره د ستونزو د اواري په هدف عملي ګامونه واخلو او داسې لارې چارې ولټوو چې عملي نتجه ولري.

اجرائیه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د شپږو خبریالانو وژنه ټکان ورکوونکې وبلله وې ویل که څه هم ددغه کال په وروستیو شپږو میاشتو کې له خبریالانو سره تاوتریخوالی کم شوی ښودل شوی، خو بیا هم په یوه کال کې د شپږو خبریالانو وژنه لویه خبره ده.

د افغان خبریالانو د مصونیت د کمېټې مشر نجیب شریفي پدغه کنفرانس کې وویل، چې د ناامنیو په پېښو کې طالبان له حکومتي ویاندویانو په اطلاع رسونه کې چټک دي، دې خبرې ته د افغان حکومت د اجرائيه رئيس ځواب دا وو ‪"‬مونږ پدې اعتراف کوو، چې هغوی پدې برخه کې دا چې محدودیت نه لري، کله چې جنایت کیږي، د طالبانو هدف ویره اچول دي، نو یوه لحظه هم له لاسه نه ورکوي.‪"‬

ډاکټر عبدالله عبدالله وویل چې د ناامنیو په مسائلو کې د حکومتي ویاندویانو ژر نه پیدا کېدل یوه تشه ده او دا تشه ډکوي.

اجرائيه رئيس وايي، خبریالان دې ملي ګټې وساتي او د ترهګرو د تبلیغاتو تر تاثیر لاندې دې نه راځي، اجرائيه رئیس مني، چې اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون ندی عملي شوی.

رسنۍ او د تحول لسیزه

د تحول په لسیزه کې د رسنیو ونډه او دا چې پدغو کلونو کې به رسنۍ له کوم ډول ګواښونو سره مخ وي او د اواري لارې یې څه دي، په کابل کې د دوه ورځني کنفرانس د بحث موضوع ده.

خبریالانو او د رسنیو مسؤلینو ویل د تحول په لسیزه کې د رسنیو ماليي ملاتړ، اطلاعاتو ته لاس رسی، ناامني او د خبریالانو مصونیت به هغه لوی خنډونه وي، چې رسنۍ به ورسره مخ وي.

خو ځینو خبریالانو پدغه کنفرانس کې ویل، چې رسنیو ښه پرمختګ کړی، او د حکومت په مرسته کولی شي، چې خپلې لاسته راوړنې وساتي.

په تېرو دیارلسو کلونو کې په لسګونو خبریالانو د خپل مسلک په لار کې خپل ژوند له لاسه ورکړي، له دوه زره او یوم کال راهېسې شپږ څلوېښت خبریالان په افغانستان کې وژل شوي، ګواښونه په سلګونو شوي، په لسګونو موقتي زندان لیدلی خو لا هم په راتلوونکې باور نشته.

د ازادو رسنیو د ملاتړ د ادارې مشر صدیق الله توحیدي وویل‪"‬ دا په حکومت پورې تړلې ده، که دوی بې تفاوته وي، نو ښایي بیا هم له خبریالانو سره تاوتریخوالي موجود وي.‪"‬

د نړیوالو مرستو له کمېدو سره د ځینو رسنیو ماليي ملاتړ هم کمزوری شوی دی، د رسنیو ځینې مسؤلین وايي، د تحول په لسیزه کې به یوه لویه ستونزه د رسنیو په وړاندې د مالي ملاتړ کمښت وي.

د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخېل وویل ‪"‬دا چې نړیوالې مرستې کمیږي، نو ښايي په رسنیو هم خپل تاثیر ولري.‪"‬

په تېره نېږدې یوه نیمه لسیزه کې له اووه سوه نه تر زرو پورې رسنۍ فعالې شوي، اتیا تلویزیونونه شته، یو سلو څلور اویا راډیوګانې او نورې چاپي رسنۍ خپرونې لري.

دا په سیمه کې ان د رسنیو له اړخه د پام وړ لاسته راوړنه ګڼل کیږي، خو ددغې لاسته راوړنې ساتل او دوام د خبریالانو لپاره د راتلوونکې مهم څه دي

XS
SM
MD
LG