د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت اطلاعاتو ته د لاس رسي کمېسیون نوي غړي ټاکلي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني اطلاعاتو ته د لاس رسي کمېسیون ته پنځه تنه نوي غړي‌ ټاکلي دي.

د چارو ادارې لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې یاد کمېسیون اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون د شلمې مادې پر اساس د یو تقنیني‌ فرمان له مخې ټاکل شوی دی.

اعلامیه وايي، دغه کمېسیون د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر په سرپرستۍ د سترې محکمې د یوه غړي، د ولسي جرګې د دیني او فرهنګي چارو کمېسیون د غړي، د بشري حقونو کمېسیون یوه غړي، د رسنیو د صنفي ټولنو د یوه غړي او د مدني‌ ټولنو او د افغانستان د خپلواکو مدافع وکیلانو له یوه استازي څخه تشکیل شوی دی.

بیان وايي، چې یاد کمېسیون ته د غړیتوب په هدف ۱۱۷ کسانو نوم لیکنه کړې وه چې له یادو کسانو څخه ۱۵ تنه پر شرایطو برابر کسان په دغه کمېسیون کې د ګډون په هدف ولسمشرۍ ماڼۍ ته معرفي شول.

افغان حکومت اطلاعاتو ته د لس رسي قانون پنځه نوي غړي ټاکلي
افغان حکومت اطلاعاتو ته د لس رسي قانون پنځه نوي غړي ټاکلي

ولسمشر غني‌ د واندې شوو ۱۵ کسانو له ډلې عین الدین بهادري او زهرا موسی د پنځو پنځو کلنو لپاره حمدالله ارباب نجیبه مرام او فضل الباري بریالی د درو درو کلونو لپاره اطلاعاتو ته د لاس سي‌ کمېسیون غړي تاکلې دي.

د ملي یووالي‌ حکومت د جوړېدو سره سم ولسمشر غني اطلاعاتو د لاس رسي قانون تصویب او ورسره سم یې د دغه کمېسیون لپاره غړي هم وټاکل.

د شفافیت د څار د ادارې اجرائیوي رئیس سید اکرام افضلي تر دې مخکې د دغه کمېسیون مشري کوله.

سید اکرام افضلي
سید اکرام افضلي

په نوي جوړ شوي کمېسیون کې ښاغلي افضلي او د دغه کمېسیون نورو پخوانیو غړو ته ځای نه دی ورکړل شوی.

په افغانستان کې اطلاعاتو ته لاس رسی یو له هغو مسلو څخه دی چې د افغان حکومت په دننه کې چارواکي، تر ډېره په اړه یې له رسنیو سره همکارۍ ته چمتو نه دي.

د رسنیو د ملاتړ د ادارو د پرله پسې غوښتونو سره سره تر اوسه لا په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون په بشپړ توګه نه دی تطبیق شوی.

XS
SM
MD
LG