د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني کې کډواله افغانه سوک وهونکې: هیله لرم خپل هېواد ته ستنه شم


په جرمني کې افغانه ورزشکاره سعدیه برومند هیله لري چې خپل هېواد ته ستنه شي.
په جرمني کې افغانه ورزشکاره سعدیه برومند هیله لري چې خپل هېواد ته ستنه شي.

یو افغانه ورزشکاره چې د طالبانو د بیا واکمن کېدو وروسته جرمني ته کډه شوې، وايي هیله لري چې په افغانستان کې هر څه ښه شي او دا وکولای شي چې خپل هېواد ته ستنه شي.

سوک وهونکې سعدیې برومند امریکا غږ ته وویل: "ډېره هیله لرم چې یوه ورځ په افغانستان کې ټول شیان ښه شي او تر هغه وخته موږ هم تجربې ترلاسه کړو، لاړ شو لوبډلې جوړې کړو، نجونې وروزو او هر څه مو چې په وس کې وي افغانستان ته یې وکړو."

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته د ښځینه ورزشکارانو پر فعالیتونو بندیز ولګول شو او په سلګونو ورزشکارانې اړې شوې چې له هیواده ووځي.

سعدیه برومند وايي: "زه ډېره هیله لرم چې د لوبغاړې یا روزونکې په توګه لاړه شم د المپیک په ملي کمېټه کې لوبغاړې وګورم، په ټوله نړۍ کې د افغانستان د بیرغ د رپولو لپاره بیرته یوه هیله مو په زړه کې پیدا شي."

سعدیه برومند وايي، له افغانستان څخه له وتلو وروسته یې که څه هم خپل ورزشي فعالیتونه جاري ساتلي، خو په کډوالۍ کې هومره ازادي نشته چې لوبغاړي یې په خپل هېواد کې لري.

هغې وویل: "هر لوبغاړی چې په هر هیواد کې دی په کلپونو کې تمرین کوي،‌ ځکه موږ چې تازه مهاجر شوي یو، نشو کولای چې د کوربه هیوادونو په ملي ټیمونو کې ولوبیږو، ځکه په کلپونو کې لوبې کوو."

برومند اوس په پاریس کې د ۲۰۲۴ کال د المپیک لوبو ته د لار موندلو هڅه کوي او په همدې موخه یې په ایټالیا کې د غوراوي په سیالیو کې ګډون کړی دی.

نوموړې وویل: "تل مې دا هیله وه چې یوه ورځ په المپیک لوبو کې ګډون وکړم. د ګډون حق ترلاسه کړم نه دا چې سپین کارت راکړل شي،‌ ځکه غواړم چې مبارزه وکړم، ځکه د المپیک د لوبو کچه ډېره لوړه ده او هر لوبغاړی غواړي چې هلته ورسیږي."

سعدیه وايي په جرمني کې د سوک وهنې د اتلولۍ په سیالیو کې تر دوو مډالو ګټلو وروسته یې وکولای شول د جرمني ملي ټیم سره په اوونۍ کې دوه ورځې د تمرین کولو حق ترلاسه کړي. هغه وايي، په افغانستان کې پر ورزش بندیز نجونو ته روحي او رواني ستونزې پیدا کړې دي.

سعدیه برومند په دې باور ده چې پر مېرمنو محدودیت او د هغوی پر فعالیت بندیز لګول هیڅ‌ ګټه نه لري او زیان یې یوازې افغانستان ته رسیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG