د لاس رسي وړ اتصالات

د ښځینه منسوبینو د چارو د تنظیم شورا جوړیږي – دفاع وزارت


د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې په امنیتي او دفاعي سکتور کې د ښځینه منسوبینو د چارو د تنظیم او عدالت غوښتنې لپاره د پوځي ښځو ملي او نړیواله شورا جوړوي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان امریکا غږ ته وویل، چې د ښځینه پوځیانو لپاره د ملي او نړیوالې شورا د جوړیدو طرحه د لیندۍ په ۱۴مه د "ښځینه پوځیانو، سولې او امنیت" په ملي کنفرانس کې وړاندې شوه، چې د افغانستان د جمهوري ریاست، نړیوالو بنسټونو او د لومړۍ میرمنې د دفتر له خوا تائید شوې ده.

د ښاغلي امان پر وینا، د تیرې سې‌شنبې په ورځ، د افغانستان د امنیتي سکتور د شلو ښځینه منسوبینو په ګډون، د لومړۍ میرمنې د دفتر، د ملي امنیت د شورا، د ښځو او بهرنیو چارو د وزارتونو، د قاطع ملاتړ د ماموریت او د یو شمیر سفارتونو استازو په یوې غونډه کې د ښځینه پوځیانو د شورا پر اساس‌نامې او طرزالعمل باندې بحثونه هم کړي دي.

هغه وویل: "د ښځینه پوځیانو د ملي شورا د جوړولو هدف دا دی، چې دا شورا د امنیتي بنسټونو د جنډر او بشري حقونو د ریاستونو ترڅنګ، د عدالت غوښتنې او برنامې جوړولو په برخو کې کار وکړي او په افغانستان کې پوځي ښځې په منسجم او منظم ډول او له یو بل سره په همغږۍ فعالیت وکړي. د نړیوالې پوځي شورا په برخه کې افغان ښځې هڅه کوي، چې د دغې شورا له لارې له بهرنیو ښځینه پوځیانو سره خپلې تجربې شریکې کړي او له دې لارې له بهرنیو امنیتي بنسټونو او ښځینه پوځیانو سره پراخې اړیکې ولري".

فواد امان زیاته کړه، چې ټاکل شوې د افغان پوځي ښځو د ملي شورا د رهبرۍ غړي د روان میلادي کال د مارچ په اتمه، د ښځینه پوځیانو د نړیوالې شورا طرحه په رسمي ډول له ناټو سره شریکه کړي او د همدې کال تر پایه به د یو شمیر هیوادونو د دفاع وزارتونو د رهبرۍ د کچې له ښځینه پوځیانو سره د تجربو د شریکولو تړون لاسلیک کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې د ښځو د چارو د کمېسیون غړې شینکۍ کړوخیل، د ښځینه پوځیانو د شورا جوړول، د افغان ښځینه پوځیانو د چارو د تنظیم او د هغوی د ستونزو په لرې کولو کې یو مهم ګام ګڼي.

آغلې کړوخیل امریکا غږ ته وویل: "دا ډول شوراګانې د دوی خپلې داخلي اړیکې لا پیاوړي کوي، دوی کولی شي چې مسایل له یو بل سره شریک کړي او د حل لارې ورته پیدا کړي. زه فکر کوم د دوی یو ځای کېدل، همغږي کېدل د دوی یووالي او قوت لپاره ډېر مهم رول لوبولی شي".

آغلې کړوخیل ټینګار وکړ، چې د پوځي ښځو شورا د پیاوړتیا لپاره باید په افغانستان کې د سیاست د ډګر مخکښې میرمنې له دې اقدام څخه بشپړ ملاتړ وکړي او د دغې شورا د فعالیتونو د پراختیا لپاره زمینه مساعده کړي.

د افغانستان پر بیارغونې د امریکا د څار ادارې (سیګار) د راپور په اساس دا مهال د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د ښځو شمیر ۵۴۰۰ تنو ته رسېږي، چې ۲۰۲۴ یې د ملي اردو او ۴۳۷۱ نورې یې د پولیسو په لیکو کې فعالیت کوي.

سیګار همدا شان ویلي، چې ۱۱۰ ښځې د هوايي ځواکونو، ۱۶۵ ښځې د پولیسو او ۲۰ ښځې د اردو په ځانګړو قطعاتو کې فعالیت لري.

XS
SM
MD
LG