د لاس رسي وړ اتصالات

فردوس محمدي "موډلنګ" کوي چې وده وکړي


افغان موډل فردوس محمدي
افغان موډل فردوس محمدي

فردوس محمدی یو افغان موډل دی او په یو انلاین شرکت کې موډلنګ، عکاسي او ډيزایننګ کوي.

ښاغلی محمدي ۲۳ کلن دې او له دوو کلونو را په دې خوا موډلنګ کوي.

هغه وايي چې د دې شرکت نوې جامې اغوندي، خپله عکاسي کوي بیا اخیستل شوي عکسونه ډيزاینوي او ټولنیزو رسنیو کې یې خپروي تر څو خلک هغه جامې خوښې کړي او راېې نیسي.

محمدی واِيي چې د ده کار یو ډول تفریح هم ده.
محمدی واِيي چې د ده کار یو ډول تفریح هم ده.

د هغه په وینا د ده کار خلک خوښوي او د شرکت په ودې کې یې ورسره مرسته کوي.

محمدي دا هم وویلې چې "خپل کار مي یو ډول تفریح هم ده او زما په پرمختګ کې راسره ډېره مرسته کړې."

هغه وايي دوه کاله مخکې یې د ملګرو شمېر محدود و خو اوس یې ملګري ډېر شوي او ډېر خلک هغه له څېرې پېژني او غواړي هغه سره ملګرتیا ولري. د محمدي په وینا موډلنګ وسره د شهرت په موندلو کې مرسته کړې ده.

فردوس محمدي په انفرادي توګه موډلنګ کوي.
فردوس محمدي په انفرادي توګه موډلنګ کوي.

فردوس وايی موډلنګ په افغانستان کې یو مخ په ودې صنعت دی.

هغه وايي ځينې افغان ځوانو په دې برخې کې کار پیل کړی او تمه دا ده چې څو کاله وروسته به ډېر شمې ځوانان دې کار ته مخه کړي.

د افغانستان په ټولنې حاکم سنتونه لوی عامل دی چې په دې برخه کې یې د نجونو د فعالیت مخه نیولی له همدې امله په موډلنګ کې تر ډېره حده هلکان فعالیت کو خو له دې سره بیا هم ځينې نجونې دې کار کې برخه اخیستلي خو شمېر ډېر محدود دی.

افغان موډل، فردوس
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:53 0:00

​د افغانستان په لویو ښارونو کې اوس مهال کڼ شمېر انلاین شرکتونه فعالیت کوي خو کره شمېر یې ندی معلوم.

ځينې شرکتونه د جامو نندارتونونه جوړوي، د سټیجونو په مخ کې موډلان څرګندېږي او خپلې جامې پکې ښکاره کوي، خو فردوس محمدي په انفرادي توګه موډلنګ کوي.

XS
SM
MD
LG