د لاس رسي وړ اتصالات

د ښځو خوښه چې حجاب کوي او سر پټوي کنه - د سعودي ولیعهد


د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ویلي دي چې دا په ښځو پورې اړه لري جې هغوي عبایه (حجاب) کوي کنه او سر پټوي او کنه. ( عبایه هغه تور چادرۍ ته وایي چې په سعودي کې یې ښځې اغوندي.) ولیعهد وویل چې لیکن د هغوي لباس دې "حیادار" وي.

د سعودي د ولیعهد سلمان قدرت ته د رسیدو نه وروسته په دغه ملک کې د ښځو د حقونو په برخه کې د پام وړ پرمختگ شویدی. ښاغلي سلمان په سعودي کې ښځو ته د موټر د چلولو اجازه هم ورکړه چې دا یو ډیر لوی بدلون گڼل کیږي او د سعودي زیاتره میرمنو او د حقونو فعالینو پرې خوښې څرگنده کړیده.

ولېعهد سلمان ښځو ته په لمړني ځل د نارینو سره یو ځای په لوبو کې د برخې اخیستلو اجازه هم ورکړه.

دغه وروستۍ پریکړه ښیي چې سعودي عربستان چې د لسیزو راهیسې یې سخت محافظه کاره قوانین خپل کړي و اوس روښان فکرۍ خوا ته روان دی خو د ښځو د حقونو فعالین د ولیعهد د دغو اقداماتو نه وروسته هم په دغه ملک کې د ښځو په وضعیت اندیښنې څرگندوي او وایي چې لا هم ډیرو اقداماتو ته ضرورت دی.

ښاغلي سلمان د سي بي ایس ټلویژن ته په یوې مرکې کی وویل، "قوانین ډیر ساده دي او د شرعیت سره سم قوانین دي، چې ښځې دې د نارینو پشان حیادراې او د عزت جامې اغوندي".

هغه زیاته کړه چې د دې دا معنی نه ده چې ښځې دې خامخا توره عبایه ( د سعودیانو توره چادري ) یا تور پړونې اغوندي. دا په ښځې پورې اړه لري چې هغه کوم ډول "حیادارې او عزت دارې" جامې اغوندي.

XS
SM
MD
LG