د لاس رسي وړ اتصالات

د ملي امنیت شورا: په امنیتي ارگانونو کې د فساد ضد جدي مبارزه روانه ده


د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانگړي مفتش یا سیگار د رپوټ د رد یا تائید پرته ویلي هغوی چې په فساد کې ښکیل وو، نیول شوي او یا هم تر تعقیب لاندې دي.

سیگار د یو رپوټ په خپرولو سره ویلي چې امریکا د ٢٠٠٢ کال څخه تر اوسه د افغانستان په امنیتي او دفاعي برخو څه دپاسه ٨۴ میلیارده ډالر لگولي، خو دغه ځواکونه لا هم سم ندي تنظیم شوي.

پدغه رپوټ کې راغلي چې له افغانستان سره د مرسته شویو پیسو د سمې څارنې نشتون د پیسو د ضایع کیدو سبب شوی او ددې هیواد د امنیتي ځواکونو د زده کړو او پراخیدو پروگرامونه یې ځنډولي دي.

ددغه رپوټ په غبرگون کې د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند طارق ارین وویل چې افغان دولت اصلاحات پیل کړي دي "مونږ د هیواد د امنیتي او دفاعي ارگانونو په داخلي کچه اصلاحاتو او د فساد ضد مبارزې جدي بهیر پیل کړی دی او دغه بهیر مو تر ولسوالیو کچې پورې غځولی دی".

هغه دا هم وویل چې یو شمیر هغه کسان چې په امنیتي سکتور کې یې په فساد او د مالي منابعو په ضایع کولو کې لاس درلود نیول شوي او همدا اوس تر تقیب لاندې دي.

د افغانستان د شفافیت د څار ټولنه چې امنیتي بنسټونه څاري، باور لري چې په امنیتي ارگانونو کې د څار ادارې په اگاهانه او عمدي توگه کمزورې ساتل شوې دي.

ددغه بنسټ یو څیړونکي محمد ناصر تیموري د امریکا غږ ته وویل په ملي کچه هم په امنیتي بنسټونو کې د فساد د شتون په هکله رپوټونه خپاره شوي، خو د افغانستان دولت پرته له هغې چې دغو رپوټونو ته پاملرنه وکړي پر هغو بنسټونو یې فشار راوړی چې دغه ډول رپوټونه یې خپاره کړي.

د افغانستان په امنیتي بسنټونو کې د فساد شتون یوه موضوع ده چې تل د "سیگار" او نورو څارونکو بسنټونو له لورې د رپوټونو په خپرولو سسره بیان شوی، خو ډیر شمیر دغه رپوټونه د حکومت له لورې رد شوي دي.

XS
SM
MD
LG