د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان سره د مرستو د "ضایع کیدو" په هکله د سیگار رپوټ


د امریکا د مرستو یوه څارونکې اداره وایي چې له افغانستان سره د مرسته شویو پیسو د سمې څارنې نشتون د پیسو د ضایع کیدو سبب شوی او ددې هیواد د امنیتي ځواکونو د زده کړو او پراخیدو پروگرامونه یې ځنډولي دي.

د افغانستان د بیا رغاونې لپاره د ځانګړي مفتش اداره (سیگار) د یو رپوټ په خپرولو سره ویلي چې امریکا د ٢٠٠٢ کال څخه تر اوسه د افغانستان په امنیتي او دفاعي برخو څه دپاسه ٨۴ میلیارده ډالر لگولي، خو دغه ځواکونه لا هم سم ندي تنظیم شوي.

دغه رپوټ ویلي چې د افغانستان سره د امریکا د مرسته شویو پیسو د څار د مختلفو بنسټونو ترمنځ لازمه هم آهنگي نشته.

په رپوټ کې راغلي: "د افغانستان د امنیتي ماموریت د برخې سره مرسته له هماغه پیل راهیسې د یو هر اړخیز پروگرام د نشتوالي نه رنځیدلی ده".

سیگار همداشان وایي امریکا افغانان هاغسې چې لازم دي په تصمیم نیونه کې ندي دخیل کړي او سیستمونه یې د هغوی سره له لازمې مشورې پرته پلي کړي دي.

پدې رپوټ کې د یو پخواني امریکایي مامور په حواله چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د زده کړو او مشورې په برخه کې یې کار کاوه ویلي دي چې "افغانانو ته هدایت او خبر ورکول کیده، نه داچې له هغوی څخه د څه شي پوښتنه وشي او یا له هغوی سره مشوره وشي".

ددې وضعیت په نتیجه کې د سیگار د رپوټ په بنسټ په افغانستان کې داسې سیستمونه رامنځ ته شول چې افغانان د امریکایانو له ملاتړ پرته له هغې څخه د استفاده کولو توان نلري.

XS
SM
MD
LG