د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت کابل کې د داعش د ځانمرګو بریدګرو انتقالونکی نیولی


د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، په کابل ښار کې د داعش ډلې یو کلیدي غړی او د ځانمرګو برید کوونکو انتقالونکی نیولی دی.

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، نیول شوی کس عید محمد د کابل ښار اصلي اوسېدونکی دی چې په کابل ښار کې د ابوذر په نوم د داعش لپاره فعالیت کاوه.

نوموړي نن یکشنبه د «زمري میاشتې پر۱۳مه»د ملي امنیت لخوا رسنیو ته د ښودلو پرمهال پر خپل جرم په اعتراف سره وویل، چې د پاکستان په یوې دینې مدرسې کې زده کړې کولې چې وروسته له داعش ډلې سره یو ځای شو.

هغه زیاته کړه، له داعش سره تر یو ځای کېدو ورسته یې په ننګرهار کې د افغان سرتېرو پر ضد جګړه کول چې وروسته د دغه ډلې د ځانمرګو برید ګرو په لېست کې شامل شو.

د داعش ډلې دغه نیول شوي غړي همدارنګه وویل، چې په کابل ښار کې پر امام زمان جومات د تېر کال ډله ییز برید یې له ۱۴ تنو نورو بریدګرو سره پلان کړی و.

هغه وویل:"موږ څوارلس تنه و،زموږ هدف داو چې په کابل کې د امام زمان پر جومات برید وکړو،زموږ څلور تنه په دې بریالي شول چې پر هغه برید وکړي."

په ۱۳۹۶کال کې د کابل ښار په دشت برچي او تر هغه یو کال وروسته د کابل ښار په خیر خانه سیمه کې هم د امام زمان په نوم د شعیه ګانو پر جومات ډله ییزو برید کې لسګونه کسان مړه او ټپیان شول.

د دغه دواړو بریدونو مسؤلیت داعش ډلې په غاړه اخیستی و.

د داعش ډلې دغه کلیدي غړي وویل، چې له دغه ډلې څخه تر لنډې مودې جلا کېدو وروسته یې بېرته له داعش سره یو ځای شوی چې دنده یې ننګرهار ته د داعش ډلې د بهرنیو غړو انتقالول او د ځانمرګو بریدونو په هدف بېرته کابل ته ستنول و.

نوموړي زیاته کړه:"په دغه وخت کې ما دغه کار پیل کړ، چې تقریباً له ترکیې او چیچنیا څخه به خلک راتلل ما به هغه ننګرهار ته انتقالول، په ننګرهار کې مې د لقمان په نوم کس ته تسلیمول،وروسته نوموړي دوه تنه ماته راکړل، چې دا په کابل کې جاوید ته تسلیم کړه، وروسته جاوید ماته وویل، چې هغه دوو نفرو پر مخابراتو وزارت برید وکړ."

د افغانستان پر مخابراتو وزارت ډله ییز برید چې ۷ تنه پکې ووژل شول د روان کال په وري میاشت کې تر سره شو.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې تېره میاشت د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست له داعش سره د اړیکو په تور د کابل پوهنتون د درې تنو اوستادانو د نیول کېدو خبر هم ورکړی و.

XS
SM
MD
LG