د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه- داعش د افغانستان شمالي سرحد کې زرګونه جنګیالي ځای پر ځای کړي


د روسیې یو لوړ پوړي امنیتي چارواکي د افغانستان په شمال کې "د داعش پر فعالیتونو" اندېښنه ښودلې ده.

د روسیې د امنیت د فدرال ادارې (FSB) مشر السکاندر بورتنیکوف ادعا کړې چې داعش د افغانستان په شمال کې شاوخوا ۵۰۰۰ جګړه ماران ځای پر ځای کړي. ښاغلي بورتنیکوف دا خبره د سه شنبې په ورځ (مۍ۲۱) په تاجکستان کې وکړه.

د روسیې د تاس خبري اژانس د ښاغلي بورتنیکوف له خولې لیکلي"د داعش د خراسان څانګې دغو سیمو ته شاوخوا ۵۰۰۰ سره جنګیالي استولي. په دغو جنګیالیو کې یې ډېر په سوریه کې د داعش په لیکو کې جنګېدلي." نوموړی وايي دا جنګیالي د نشه يي توکو او انسانانو په ناقانونه قاچاق کې هم دخیل دي.

امریکا غږ د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو سره تماس ونیوه، خو هغوی په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

دا لومړی ځل نه دی چې کوم روسیې چارواکی په افغانستان کې د داعش د موجودیت خبره کوي. تېرکال (۲۰۱۸) د جون په میاشت کې په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا هم په افغانستان کې د داعش د زرګونه جنګیالیو د موجودیت خبره کړې وه. نوموړي ویلي وو "داعش په افغانستان کې ۱۰۰۰۰ جنګیالي لري چې په نهو ولایتونو کې فعال دي. افغان حکومت باید په شمال کې داعش ختم کړي."

واسیلی نبنزیا دا ونه ویل چې دا شمېره یې له کومه کړې ده خو له افغان حکومت څخه یې غوښتي وو چې د افغانستان په شمال کې د داعش ډله ختمه کړي.

افغان حکومت وايي داعش په افغانستان کې زرګونه جنګیالي لري، خو کومه دقیقه شمېره نه ورکوي. د داعش ډلې په لومړي ځل د افغانستان په ختیځ کې ترهګریز فعالیت پیل کړ، چارواکي وایي دا ډله د افغانستان په نورو سیمو کې هم فعالیتونه لري. داعش په افغانستان کې د یو شمېر ځانمرګو بریدونو مسولیت هم منلی دی.

XS
SM
MD
LG