د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار د داعش پاکستاني غړي نیول شوي


په کندهار کې نیول شوي ترهگر
په کندهار کې نیول شوي ترهگر

د کندهار امنیتي مقامات وايې د سپین بولدک په ولسوالۍ کې يې د داعش ډلي غړي نیولي دي.

دغه مقامات وايي چې د داعش د ډلي دغه درې تنه نیول شوي غړي پاکستانیان دي چې غوښتل يې د کونړ ولایت نورګل ولسوالۍ ته لاړ شي.

د کندهار والي حیات الله حیات وايې چې د داعش ډلي دغو پاکستاني غړو غوښتل د کندهار له لاري د افغانستان ختیځ ته ځانونه ورسوي.

ښاغلي حیات خبریالانو ته وويل چې د داعش ډلي دغه جنګیالي د پاکستاني سخت دریځه حافظ سعید د ډلې له لورې د داعش په لیکو کې د جنګیدو لپاره افغانستان ته لیږل شوي وو.

د افغانستان د ملي امنیت اداره وایي دا درې تنه یې د پاکستان څخه د راتګ پر مهال په سپين بولدک ولسوالۍ کې نیولي دي.

د امریکا غږ خبریال عزیزالله پوپل وایي د داعش ډلي سره په تړاو نیول شوي پاکستاني اتباع نن شنبه (می ٢٥) رسنیو ته هم وښودل شول.

تر دې دوې اونۍ وړاندې هم په کندهار کې د ملي امنیت ادارې د داعش ډلې یو مهم غړی چې د چارواکو په وینا پدې ولایت کې یې دې ډلې ته جلب او جذب کاوه نیولی و.

سربیره پر دې د ملي امنیت ادارې هغه ۲۷ تنه نیول شوي وسله وال طالبان هم رسنیو ته وښودل چې د کندهار د والي په وینا په ښار کې يې په غلچکیو بریدونو او وسله والو حملو کې لاس درلود.

XS
SM
MD
LG