د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې شورا هیله لري چې له طالبانوسره مخامخ خبرې پیل شي


د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس هیله څرگنده کړې چې راتلونکیو اونیو د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ راتلونکیو اونیو د سولې مخامخ خبرې پیل شي.

د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمداکرم خپلواک، چې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وربلل شوې وو وویل، د سولې عالي شورا تمه لري، چې وسله‌وال طالبان د افغان حکومت سره د سولې د خبرو لپاره یو باصلاحیته پلاوی وټاکي.

ښاغلي خپلواک ولسي جرگې ته وویل چې د سولې عالي شورا ددغو مذاکراتو د پیل کیدو لپاره ټولې تیارۍ نیولي دي، خو ښاغلي خپلواک د وسله‌والو طالبانو سره د سولې د خبرو د ځای او نورو جزییاتو له ورکو ډډه وکړه.

طالبانو تر اوسه پدې اړه نظر ندی څرگند کړی، خو دغې ډلې دمخه افغان حکومت سره د سولې هر ډولمذاکرات رد کړي او د امریکا د متحده ایالاتو سره یې د مستقیمو خبرو غوښتنه کړې ده.

خو واشنگټن هم د سولې په بین الافغاني بهیر ټینگار کړی او ددغې ډلې سره یې مستقیمې خبرې رد کړي دي او د هغې پر ځای یې هغوی د افغانستان د حکومت سره خبرو ته هڅولي دي.

له بلې ښاغلي خپلواک وویل، ټاکل شوې چې راتلونکې اونۍ په سعودي عربستان کې د افغان سولې په تړاو د اسلامي هیوادونو د ۱۲۰ دیني عالمانو په ګډون غونډه جوړه شي او له هغې وروسته به د افغانستان او پاکستان دیني عالمان په یوې ګډه غونډه کې د افغانستان د سولې او جګړې په اړه ګډه فتوی صادره کړي.

اکرم خپلواک هیله څرگنده کړه چې ددغې غونډې گډون کوونکي د یوې فتوا په صادرولو سره د افغاسنتان جگړه ناروا اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG