د لاس رسي وړ اتصالات

غني وايي مولوي هبت الله سره هرځای، هروخت لیدلو ته چمتو دی


ښاغلي غني لیکلي دي چې افغانان مستحق دي چې نور یې په هېواد کې روان جنګ ختم شي
ښاغلي غني لیکلي دي چې افغانان مستحق دي چې نور یې په هېواد کې روان جنګ ختم شي

ولسمشر محمد اشرف غني وايي له وسله والو طالبانو سره د اختر اوربند د جګړې او سولې په اړه ټولې شننې او انګیرنې ناسمې ثابتې کړې.

ولسمشر غني دنیویارک ټایمز ورځپاڼې ته د سولې پر بهیر او له طالبانو سره د شوي اوربند په اړه لیکنه کړې ده. دا مقاله د چهارشنبې په ورځ (جون۲۷) خپره شوه.

ښاغلي غني لیکلي دي چې د ولسمشر په توګه یې تر ټولو سخته پرېکړه دا وه چې له خلکو وغواړي په دغې تجربې کې ورسره برخه واخلي او په اړه یې د شننونکو او څارونکو درک غلط ثابت دی. وايي اوربند ثابته کړه چې د سولې په اړه د افغان ولس درک سم او نورې شننې غلطې دي.

ښاغلي غني لیکلي سره له دې چې طالبانو درې ورځنی اوربند ونه غځوه خو د لنډې مودې اوربند دا وښوده چې موږ باید په افغانستان کې د سولې په اړه خپلې فرضیې او غوښتنې وننګوو – چلنج کړو-.

ښاغلی غني وايي دا اوربند په تېرو شاوخوا څلورو لسیزو کې دخپل ډول لومړنی اوربند و چې افغانستان کې یې د دایمي سولې لپاره هیلي ټوکولي دي. ولسمشر غني په دغې لیکنې کې هڅه کړې چې وښيي افغانان له زړه سوله غواړي او دا کار ممکن دی.

په لیکنې کې ویل شوي چې ټولو ملي او نړیوالو څارونکو همدغه خبره تکراروله چې د لسیزو جګړو افغانستان داسې مات کړی چې د بیا پخلاینې او د یو بل زغمل که نا ممکن نه وي، خو خورا ستونزمن کار دی، مګر په خبره یې په هېواد کې د اوربند خوشحالیو د افغانانو د هویت قوت ښکاره کړ.

په لیکنه کې پر هغې فرضیې هم نیوکه شوې چې وايي طالبان به هېڅلکه اوربند ونکړي او هېڅکله به افغانان ونه زغمي. په دې خبرې هم تاکید شوی دی چې د یو بل د زغملو په اړه فکر او تصور کول تر مرمیو او بمونو ډېر قوي دي او د اختر په اوربند سره د زغم بندبست هم پای ته ورسېده.

ولسمشر غني وايي د سولې خطر منل تر هغه جنګ ډېر ارزان پریوځي چې همدا سږ کال یې ګڼ ولسي افغانان ووژل.

ښاغلي غني لیکلي دي چې د هلمند د سولې له کاروان سره یې ولیدل او د اوربند د دوام لپاره یې د هغوی غوښتنه ومنله، هغه هیله ښودلې چې د طالبانو مشرتابه هم له دغه کاروان سره وویني.

ولسمشر غني خپله مقاله په دې خبرو ختمه کړې ده چي افغانان مستحق دي باید یي په هېواد کې روان جنګ ختم شي چې په خبره یې د جنګ په ختمېدو سره به سیمه او نړۍ هم ډېره ګټه وکړي.

XS
SM
MD
LG