د لاس رسي وړ اتصالات

د 'بین الافغاني' خبرو په اړه پر پخواني دریځ د طالبانو ټینګار


وسله والو طالبانو یو ځل بیا پر خپل پخواني دریځ په ټینګار سره ویلي، چې «بین الافغاني» مذاکرات به له امریکا سره د سولې تر هوکړې وروسته پیل شي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د «لېندۍ پر ۲۹مه» پر خپل ټوېټر لیکلي، چې په دغو مذاکراتو کې به ټول افغان لوري شامل وي.

هغه زیاته کړې:"بین الافغاني مذاکرات په هغه صورت کې پيلیږي چې د امریکاسره د ټولو خارجي عسکرو د وتلو توافقنامه لاسلیک شي. په بین الافغاني مذاکراتو کې به ټول افغان جهتونه شامل وي، دا زمونږ موقف دی او وخت په وخت مو مطبوعاتو ته ویلی."

د افغان سولې په اړه په دوحه کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرې تر درې میاشتنۍ وقفې وروسته د روانې ډسمبر میاشتې پر ۷ مه نېټه بېرته پیل شوې.

له دغو خبرو څخه باخبرو سرچینو ویلي، چې دواړه لوري په یادو مذاکراتو په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمولو، اوربند او د بین الافغاني مذاکراتو په اړه بحثونه کوي.

خو تر دا مهاله معلومه نه ده، چې د دواړو لورو ترمنځ د سولې هوکړه لیک به کله لاسلیک شي.

تر دا مهاله د افغان سولې په اړه د افغان حکومت له ګډون پرته د طالبانو او افغان سیاسیونو ترمنځ درې بین الافغاني ناستي تر سره شوي، چې وروستۍ هغه یې په قطر کې وه.

افغان حکومت تل له طالبانو سره د مخامخ خبرو پر پیلېدو ټینګار کړی دی، خو طالبانو بیا د اصلي لوري په توګه له امریکا سره خبرو ته لومړیتوب ورکړی دی.

سهیل شاهین پر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره اونۍ کابل ته د خپل سفر پرمهال د ښځو د فعالینو غونډې ته ویلي، چې طالبانو ته یې د اوربند وړاندیز کړی دی.

خو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

افغان حکومت هم د سولې د خبرو له پيل وړاندې د اوربند پر ټینګېدو باندې ټینګار کړی دی.

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش پرون جمعه په یوه غونډه کې وویل، چې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره باید اوربند رامنځته شي.

XS
SM
MD
LG