د لاس رسي وړ اتصالات

عمر داودزی: ډېر ژر به د سولې تړون پر طرحې کار پیل شي


د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء نوی رئیس محمد عمر داودزی وايي، ډېر ژر به له وسله والو طالبانو سره د سولې تړون پر طرحې کار پیل شي.

ښاغلي داودزي د چهارشنبې په ورځ د«لېندۍ پر ۲۸مه» د سولې شورا د دارالانشاء د نوي رئیس په توګه د معرفي کېدو په غونډه کې وویل چې سوله نژدې ده.

داودزی: سوله ژر راتلونکې ده
داودزی: سوله ژر راتلونکې ده

ښاغلي داودزي زیاته کړه:" سوله واقعاً نژدې ده، زه وینم چې سوله نژدې ده،کومه تجربه چې لرم، کوم تماسونه چې لرم سوله ان شاءالله نژدې ده، دومره نژدې هم نه چې په څو ورځو او یا څو اونیو بلکې څو میاشتو کې به د سولې په اړه د ډېرو لویو پرمختګونو شاهد وه اوسو."

نوموړي زیاته کړه چې د افغان سولې په اړه د امریکا، پاکستان، وسله والو طالبانو او هم د نړیوالې اجماع په پالیسو کې تغیر راغلی دی.

هغه وویل سولې ته د رسېدو لپاره درې ډوله نړیوالې، سیمه ییزې او په کور دننه د ملي اجماع رامنځته کولو ته اړتیا ده.

نوموړي زیاته کړه چې په نړیواله کچه د افغان سولې په اړه اجماع رامنځته شوې په سیمه ییزه کچه هم یو څه تغیر راغلی چې «هڅه به وکړو» په سیمه ییزه کچه هم اجماع رامنځته کړو.

داودزي وویل په افغانستان کې د سولې د میکانیزم په اړه ملي اجماع شتون نه‌لري چې باید رامنځته شي.​

​عمر داودزی د روانې لېندۍ میاشتې پر ۱۸مه ولسمشر غني د سولې د سیمه ییزي اجماع په چارو کې خپل ځانګړی استازی او د سولې سولې د دارالانشاء د نوي رئیس په توګه وټاکه.

د سولې عالي شورا چارواکي دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې له تېرو درې ورځو راپدېخوا په ابوظبۍ کې د امریکا، طالبانو، سعودي، اماراتو او پاکسان د استازو ترمنځ د افغان سولې په اړه مخامخ خبرې روانې دي.

پر همدې مهال د افغانستان د سولې د عالي شورا رئیس وايي، د سولې په اړه د امریکا متحده ایالاتو او سیمه ییزو هېوادونو د هڅو هرکلی کوي، خو وايي چې د سولې خبرې باید د افغانانو په مشرۍ تر سره شي.

محمد کریم خلیلي
محمد کریم خلیلي

​هغه په دې برخه کې د حکومتي‌ او سیاسي احزابو د مشرانو ترمنځ د نظر یووالي مهم وباله او ویې ویل که پدې برخه کې «بې اتفاقي» رامنځته شي شوي هڅې به پایلې ته ونه رسېږي.

خلیلي وویل چې «بین الافغاني» خبرې اترې د وسله والو طالبانو د «تسلیمۍ» په معنا دي او له هغوی څخه یې وغوښتل چې له روان کړکېچ څخه د هېواد د ایستلو لپاره «بین الافغاني» مذاکراتو ته کېني.

XS
SM
MD
LG