د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د مسکو د غونډې د ګډې اعلامیې هر کلی وکړ


د افغان سولې په اړه د مسکو ناسته.
د افغان سولې په اړه د مسکو ناسته.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په مسکو کې د افغان سولې په اړه د «ترویکا» ناستې له ګډې اعلامیې هر کلی کړی او هغه یې سولې ته د رسېدو په هدف د جدي مذاکراتو د پیلېدو په لور یو مثبت ګام بللی دی.

د بهرنیو چارو وزارت نن جمعه مارچ ۱۹(کب ۲۹) د یادې ناستې په ګډې اعلامیې کې د ملګرو ملتونو د ۲۵۱۳ قطعه نامې پر تطبیق، د افغانستان د کړکېچ پر سیاسي هواري د ټینګار او دا چې په افغانستان کې د «اسلامي امارت» د بیا رامنځته کېدو ملاتړ نه کوي.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: "د افغانستان دولت د یادې اعلامیې د صراحت په اړه چې ویلي دي «موږ د اسلامي امارت د رامنځته کېدو ملاتړ نه کوو...هر کلی کوو. پر دې اصل ټینګار کوو چې د افغانستان په شان یوه متنوع او متکثره ټولنه کې د ولسواکۍ او د نظم او ثبات د ساتلو، د سیاسي مشارکت د ټینګښت لپاره اسلامي جمهوریت یوازینی ټول شموله او د منلو وړ جوړښت دی."

امریکا، روسیې، چین او پاکستان (ترویکا هیوادونه) پرون پنجشنبه د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې په افغانستان کې د طالبانو د اسلامي امارت د بیا رامنځته کېدو ملاتړ نه کوي.

په اعلامیه کې راغلي: "هماغسې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ۲۵۱۳ (۲۰۲۰) پریکړه لیکونو کې بیان شوي، مونږ د اسلامي امارت د بیرته راژوندي کیدو ملاتړ نه کوو او د افغانستان د اسلامي جمهوریت او ددې هیواد د ملي مصالحې د عالي شورا نه غواړو چې په علني توګه د خپلو طالب سیالانو سره د مذاکراتو له لارې د یوې حل لارې لپاره تعامل وکړي."

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې زیاته شوې چې افغان حکومت د اوربند ټينګېدو او سیاسي حل لارې ته د رسېدو لپاره د محتوا لرونکو او جدي مذاکراتو د پیلېدو لپاره چې د جګړې د پای ته رسېدو او سولې ټینګېدو لامل شي چمتو دی.

د افغان سولې په اړه د مسکو ناسته پرون پنجشنبه تر سره شوه چې د پاکستان، چین، روسیې او امریکايي استازو په ګډون د افغان حکومت او طالبانو استازو هم پکې ګډون کړی و.

دا پداسې حال کې دي چې د طالبانو پلاوي تیره ورځ د مسکو په غونډه کې وویل چې په افغانستان کې به د بل هر نظام پر وړاندې « به جهاد وکړي.»

XS
SM
MD
LG