د لاس رسي وړ اتصالات

د مسکو غونډې ته د افغان مدني فعالانو غبرګونونه


نن پنجشنبه مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه د امریکا، افغانستان، طالبانو، پاکستان او چین د استازو په ګډون غونډه پیل شوې.

د دغې ناستې موخه د افغانستان د سولې لړۍ ګړندي کول ذکر شوي، دي خو د مدني ټولنې ځینو غړي په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې د مسکو په غونډه کې د افغاني پلاوي په ترکیب نیوکې وکړې.

د افغانستان د سولې کور په نامه د یو مدني بنسټ غړي وايي چې د افغان حکومت پلاوی هر اړخیزه نه دی او یاده ناسته به په هغې کچه چې عام افغانان ترې تمه لري ښه پایله ونه لري.

نعیم ایوب زاده د دغه بنسټ یو غړي نن پنجشنبه مارچ ۱۸ (کب ۲۸) امریکا غږ ته وویل: "موږ خپلې اندېښنې لرو. ناسته تر ډېره سیاسي او د تللو سیاسونو د ګتو خوندي کېدلو لپاره ده. ټاکل شوې اجندا پکې نشته او د ټولو خواوو استازي توب نشي کولی."

ښاغلي ایوب زاده زیاته کړه چې په مجموعي توګه دغه ناسته د سولې لپاره یوه عملي ناسته نه ده.

د یاد بنسټ یوې غړې نیګینې یاري هم د مسکو غونډې په اړه وویل: "د ټولو افغان ښځو په استازیتوب یوازې یوه ښځه د افغانستان حکومت پلاوي کې شامله ده. موږ د ښځو شتون د کمښت له امله اندېښمن یو او باید دغې برخې ته په راتلونکو غونډو کې جدي پام واړول شي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله چې د افغان پلاوي مشري پر غاړه لري ویلي چې دغه ناسته به د ترکیې ناستې لپاره چې د افغانستان د سولې په اړه راتلونکې میاشت جوړیږي اسانتیاوې راولي.

د مسکو په غونډه کې د ملي مصالحې د عالي شورا او د افغانستان د سولې د مرکچي پلاوي د یو شمیر غړو په ګډون، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د ولسمشر پخوانی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم او د ولسي جرګې مشر د افغانستان په استازیتوب ګډون کوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم په دې غونډه کې ګډون کوي.

طالبانو هم تائید کړې چې د دغې ډلې یو لوړپوړی پلاوی به د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي.

دا غونډه یوه ورځ دوام کوي او ویل شوي چې پایله به یې نن اعلان شي.

XS
SM
MD
LG