د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا، روسیه، چین او پاکستان؛ د اسلامي امارت د بیا راتګ ملاتړ نه کوو


امریکا، روسیې، چین او پاکستان (ترویکا هیوادونه) نن د مارچ په ۱۸ (کب ۲۸) د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې په افغانستان کې د طالبانو د اسلامي امارت د بیا رامنځ ته کیدو ملاتړ نه کوي.

په اعلامیه کې راغلي دي: "هماغسې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ۲۵۱۳ (۲۰۲۰) پریکړه لیکونو کې بیان شوي، مونږ د اسلامي امارت د بیرته راژوندي کیدو ملاتړ نه کوو او د افغانستان د اسلامي جمهوریت او ددې هیواد د ملي مصالحې د عالي شورا نه غواړو چې په علني توګه د خپلو طالب سیالانو سره د مذاکراتو له لارې د یوې حل لارې لپاره تعامل وکړي."

دا پداسې حال کې دي چې د طالبانو پلاوي نن د مسکو په غونډه کې وویل چې په افغانستان کې به بل هر نظام پر وړاندې جهاد وکړي.

د طالبانو د ډلې د مذاکراتي ټیم رئیس عبدالحکیم حقاني وویل چې په افغانستان کې سوله هغه وخت تامین کیدای شي چې پدې هیواد کې اسلامي نظام او قانون واکمن شي.

د طالبانو ویاند د ښاغلي حقاني له خولې په ټویټر لیکلي چې د اسلامي نظام پرته "د افغانستان خلک به د بل هر نظام پر ضد جهاد وکړي. "

خو د افغانستان حکومت تل د جمهوریت په نظام ټینګار کړی دی.

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله نن د مسکو په غونډه کې وویل: "د افغانستان اسلامي جمهوریت د هیواد د کړکیچ په سیاسي عادلانه، تلپاتې او ټولو اړخونو ته د منلو وړ حل لارې باندې بشپړه باور لري چې ملي حاکمیت، خپلواکي، اسلامي-ملي ارزښتونه، د تیرو کلونو لاسته راوړنې، په ځانګړې توګه د هیوادوالو اساسي حقونه، د بیان ازادي او د ښځو حقونه، او د خلکو د ارادې په اساس د هیواد سیاسي سرنوښت ټاکل؛ یو تن او یوه رایه او ازاد، شفاف او سر تاسري انتخابات په کې خوندي وي."

هغه زیاته کړه چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاوی د "افغانستان د خلکو د غوڅ ملاتړ او پلوۍ څخه" برخمن دی او د نظام په استازیتوب یې په دغو مذاکراتو کې ګډون کړی دی.

د ترویکا هیوادونو همداشان په مسکو کې د طالبانو له ډلې څخه وغوښتل چې خپل پسرلني بریدونه ونکړي.

هغوی همداشان د ښکیلو اړخونو څخه غوښتي چې تاوتریخوالی راکم کړي.

د اعلامیې له مخې دغو څلورو هیوادونو د جګړې د پای ته رسیدو او د تلپاتې رښتینې سولې لپاره د افغانستان د خلکو مخلصانه او پراخه غوښتنه درک کړې ده؛ هغه سوله چې یواځې د مذاکراتو او سیاسي تفاهم له لارې رامنځ ته کیدای شي.

د هیوادونو دغې ډلې ویلي دي چې د سولې هر ډول موافقه باید د ټولو افغانانو، ښځو، نارینه و، ماشومانو، د جګړې د قربانیانو او لږکیو د حقونو ساتل تضمین کړي.

XS
SM
MD
LG