د لاس رسي وړ اتصالات

افغان لوبغاړي د پاکستان د کرکټ سوپر لیګ سیالیو ته واخیستل شول


په نړیوال جام کې پاکستان افغانستان ته ماتې ورکړه
په نړیوال جام کې پاکستان افغانستان ته ماتې ورکړه

نن یکشنبه ډسمبر ۱۲ (لیندۍ۲۱) د پاکستان د کرکټ تجارتي لیګ «پي اس ال» د راتلونکي کال لوبو لپاره د لوبغاړو بولي وشوه.

دغې بولۍ ته د پاکستان او نړۍ د لسګونه لوبغاړو نومونه ورکړل شوي.

د نورو لوبغاړو تر څنګ د افغانستان څلور لوبغاړي هم د پاکستان دغه لیګ لپاره واخیستل شول.

د کوټې ګلاډیټرز لوبډلې نوین الحق مرید او نور احمد لکڼوال، پېښور زلمي حضرت الله ځاځی او اسلام اباد یونایټډ لوبډلې رحمان الله ګربز واخیستل.

د دغه لیګ په تېر سیزنې کې د افغانستان مشهور لوبغاړو محمد نبي،‌ راشد خان او مجیب الرحمن هم لوبې کړې وې.

پاکستاني مطبوعات وايي چې محمد نبي او راشد خان به له خپلو لوبډلو سره پاتې وي.

د پاکستان د کرکټ سوپر لیګ سیالۍ د ۲۰۲۲ د جنورۍ په وروستیو کې پیلیږي. د دغه لیګ سیالۍ هر کال یو ځل کیږي او دا یې اومه سیزن دی.

XS
SM
MD
LG