د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسې د کرکټ په ملي لوبډلې کې افغان لوبغاړي 


د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبغاړي چې نړیوال جام کې ولوبېدل
د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبغاړي چې نړیوال جام کې ولوبېدل

د فرانسې د کرکټ ادارې د ۲۰۲۴ شل اوریز نړیوال جام د غوراوي سیالیو ته د لوبغاړو نومونه اعلان کړي دي چې یو شمیر افغانان هم په کې شته.

د فرانسې د کرکټ اداره وايي چې د اروپا د لویې وچې د هېوادونو د لوبډلو ترمنځ به د نړیوال جام د غوراوي سیالۍ د جولاۍ په ۲۴ پېلیږي او د اګست په لومړۍ به ختمېږي.

په دغو سیالیو کې د کرکټ د نړیوالې شورا دویم او درېیم درجه هېوادونه له یو بل سره لوبېږي.

د فرانسې د کرکټ د ویبسایټ د معلوماتو په اساس دغو سیالیو ته د ۱۴ لوبغاړو نومونه خپاره شوي دي چې لږ تر لږه پنځه افغانان داود احمدزی، روح الله منګل، رحمت الله منګل، عبدالمالک جبارخېل او ابراهیم جبارخېل هم په کې شته.

داود احمدزی د افغانستان د ۱۹ کلنو پخوانی لوبغاړی دی چې اوس په فرانسه کې ژوند کوي. نوموړي په خپل ټویټر کې د لوبغاړو تصویر خپور کړی او خپلې لوبډلې ته یې د بري‌ هیله کړې ده:

د فوټبال په څېر د فرانسې د کرکټ په لوبډلې کې هم د هغو لوبغاړو موجودیت زیات دی چې په خپله او یا یې کورنۍ له نورو هېوادونو څخه فرانسې ته کډوال شوي او مېشت شوي دي.

د فرانسې د کرکټ په لوبډلې کې د پاکستان، هند او سري لانکا یو شمېر اتباع هم لیدل کېږي. د کرکټ‌ د نړیوالې شورا د نړۍ په بېلا بېلو وچو کې د دویمې او درېیمې درجې هېوادونو ترمنځ د نړیوال جام سیالۍ جوړوي او بیا د هرې وچې د سر غوره لوبډلې د غوراوي وروستي پړاو ته لار مومي. د غوراوي په دغو سیالیو کې د کرکټ د نړیوالې شورا د اولې درجې هېوادونه نه وي. افغانستان هم په کې نشته.

په تېر ۲۰ اوریز نړیوال جام کې ۱۶ لوبډلې وې چې د نړۍ د بېلا بېلو وچو استازیتوب یې کاوه. د کرکټ نړیواله شورا وايي غواړي له دې لارې کرکټ د نړۍ ګوډ ګوډ ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG