د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ؛ د ګجرات لوبډلې د آی پي ال سیالیو اتلولي وګټله


د ګجرات لوبډله په لومړي ځل آی پي ال کې لوبېدله
د ګجرات لوبډله په لومړي ځل آی پي ال کې لوبېدله

د هند لوی تجاري لیګ سیالۍ«ای پي ال» د ګجرات ټایټنز لوبډلې په بري پای ته ورسېدې.

ګجرات د دغه لیګ نوې لوبډله وه چې افغان لوبغاړی راشد خان یې مرستیال کپتان و.

د آی پي ال پایلوبه نن یکشنه د مۍ ۲۹ «غبرګولي اتمه» د هند د احمد اباد د نریندرا مودي په لوبغالي کې وشوه.

د راجستان رایلز لوبډلې پچه وګټله او لومړۍ یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. دغې لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ګجرات لوبډلې ته د ۱۳۱ منډو هدف وټاکه چې د ګجرات لوبډلې دا هدف د دریو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

د ګجرات په لوبډلې کې درې افغان لوبغاړي راشد خان، رحمان الله ګربز او نور احمد لکڼوال هم شته خو یوازې راشد خان ته په دغه لیګ کې د لوبو چانس ورکړل شو.

راشد خان په نننۍ پایلوبې کې په څلورو اورونو کې یوازې ۱۸ منډې ورکړې او یو مخال لوبغاړی یې وسوځوه. دا لومړی ځل دی چې د ګجرات لوبډله د آی پي‌ ال اتلولي ګټي.

د ګجرات لوبډله د هند د کرکټ په دغه تجارتي لیګ کې په لومړي ځل داخل شوې ده.

د پایلوبې په اختتامیه پروګرام کې د هند د سینما وتلي ستوري رنویر کپور هم هنر ښودنه وکړه او یو شمېرو نورو هندي هنرمندانو هم هنري نندارې وړاندې کړې.

د آی پی ال په سږني سیزن کې لس ټیمونه وو چې د هند د لوبغاړو تر څنګ د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو مخکښ لوبغاړي په کې ولوبېدل.

همدغه راز دوه نور افغان لوبغاړي محمد نبي او فضل حق فاروقي هم په سږني لیګ کې وو. فاروقي په ټول لیګ کې د سنرایزر حیدراباد لپاره درې لوبې وکړې او دوه کسان یې اوټ کړل. دا یې د دغه لیګ لومړۍ لوبې وې.

خو د کوکلتې لوبډلې بل افغان لوبغاړي محمد نبي ته د لوبې هېڅ چانس ورنکړ. محمد نبي او راشد خان په تېرو کلونو کې د حیدراباد په لوبډلې کې لوبېدل.

دا لیګ هر کال یو ځل کېږي.

XS
SM
MD
LG