د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیکا کې د طالبانو په برید کې ۱۰ افغان پولیس وژل شوي


تصویر: له ارشیف څخه
تصویر: له ارشیف څخه

وسله والو طالبانو د پکتیکاپه سروضې ولسوالۍ کې پر افغان پولیسو برید کړی، ۱۰ پوليس یې وژلي او يو يې له ځان سره ژوندی بيولی دی.

د سروضې ولسوالۍ امنيه قوماندان نورخان وايي چې دغه ډله ييز بريد د یکشنبې په شپه ( اګست۵) د دې ولسوالۍ د ”سرحد‟ په نوم سيمه کې د ملي پوليسو پر يوه امنيتي پوسته شوی دی.

په ورته وخت کې يوې بلې حکومتي سرچينې چې نه يې غوښتل هويت يې څرګند شي، امريکا غږ ته دا پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې پوسته له سقوط څخه ژغورل شوې خو طالبانو ۱۰ ملي پوليس وژلي دي.

وسله والو طالبانو ادعا کړې ده چې پوسته کې ټول پوليس وژل شوي، وسلې او ځينې نور مهمات يې له ځان سره وړي دي.

دا په داسې حال کې چې همدا تېره شپه هم طالبانو د پکتيا کې د لجې منګل په ولسوالۍ کې پر افغان امنیتي‌ځواکونو بریدونه کړی‌ دي‌ اته افغان امنيتي سرتېري وژل شوي او دوه يې له ځان سره ژوندي بيولي دي.

چارواکو دا خبره هم تاید کړی دی.

XS
SM
MD
LG