د لاس رسي وړ اتصالات

په هرات کې د لاجوردو ترانزیتي لار پرانیستل کیږي


ټاکل شوېده د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ د ( ډسمبر ۱۳) په هرات ولایت کې د لاجوردو ترانزیتي لار پرانیزي.

د لاجوردو لار اروپا ته د افغانستان د صادراتو تر ټولو لنډه او کم مصرفه ترانزیتي لار ده او افغانستان به د لومړي ځل لپاره سبا له دغې لارې بهرنیو هیوادونو ته خپل سوداګریز توکي صادر کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال اجمل حمید عبدالرحیمزی وايي د توکو په لومړۍ جوپه کې به له دې لارې بهرنیو هیوادونو ته ۸۳ ټنه د مالوچو تار، ۲۳ ټنه ممیز، ۲.۵ ټنه کُنځلې او ۲۶ ټنه د هندوانې زړي ولیږدول شي.

ښاغلي عبدالرحیمزي د لاجوردو لار د افغانستان د صادراتو د کچې په زیاتوالي کې مهمه وبلله او وې ویل ، د هوایي دهلیزونو ، د لاجوردو د لارې او د صادراتو ملي استراتیژي چې د اقتصاد عالي شورا له خوا تصویب شوي غوره اقدامات دي او اوس له خصوصي سکتور سره نږدې کار کیږي چې عملي او تطبیق شي.

د لاجوردو ترانزیتي لاره د افغانستان په شمال او لویدیځ کې له دوو مهمو بندرونو آقینې او تورغونډۍ څخه پيل او د ترکمنستان، کسپین بحیرې، آذربایجان، جورجیا او ترکیې له لارې د اروپا اوبو ته رسیږي.

د افغانستان خصوصي سکتور د دغې لارې له پرانیستلو څخه هرکلی کوي خو پر دې لار د افغانستان د باروړونکو موټرونو د چلونکو د ویزې ستونزې پر هواري ټینګار کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع اتاقونو د عامل هیات رئیس عتیق‌الله نصرت وویل " ټول دغه هیوادونه د ویزې ستونزې لري او زموږ د ډریورانو لپاره د دغو هیوادونو د ویزې اخیستل ډیر ستونزمن دي، باید افغان ډریورانو ته د ویزې آسانتیاوې برابرې شي."

د افغانستان د صادراتو کچه په ۲۰۱۷ کال کې څه باندې ۷۸۰ میلیونه ډالره وه، خو په همدې کال افغانستان له شپږ میلیارد ډالرو څخه زیات واردات درلودل.

د لاجوردو د ترانزیتي لارې هوکړه لیک تیرکال د افغانستان، ترکمنستان، آذربایجان، جورجیا او ترکیې ترمنځ لاسلیک شو.

XS
SM
MD
LG