د لاس رسي وړ اتصالات

محب: طالبان دې توبه وکړي او له خلکو دې بخښنه وغواړي


افغان طالبان
افغان طالبان

په امریکا کې د افغانستان سفیر ویلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو ته د طالبانو لیک د دغې ډلې ماتې څرگندوي.

د افغانستان سفیر حمدالله محب په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې طالبانو خپله ورکه لیدلې او د خپلې ابرو او عزت د ساتلو لپاره د متارکې یا د اوربند په لټه کې دي.

طالبانو په لسو پاڼو کې په یو "سرخلاصي لیک" کې د امریکا له ولس نه د افغانستان د جگړې لپاره د مفاهیمې غوښتنه کړې او ادعا یې کړې ده چې د امریکا د هوایي حملو زیاتوالي د طالبانو د "قلمرو حتی یوه انچ" خاوره هم د دوی له لاسه نه ده ایستلې.

که څه هم چې دا لیک د امریکا د "خلکو، خپلواکو ډلو او د متحده ایالاتو سوله غوښتونکو وکیلانو" ته لیکلی دی، خو ښاغلی محب وایي چې طالبان د خپلو بادارانو په امر دغه لیک استولی دی چې ځان ته ملاتړ راجلب کړي.

ښاغلي محب همداشان لیکلي دي چې افغانستان تل د سولې لپاره خپله غیږه پرانستې په ځانگړې توگه د هغو لپاره چې "له خپلو کړنو نه یې توبه ایستلي وي او د هغو قساوتونو په خاطر چې پر بیگناه خلکو یې کړي دي عفو وغواړي".

جمهور رئیس دونالد ټرمپ، د طالبانو د یاغیگرۍ پر وړاندې ډیر جدي موقف غوره کړی دی او دغې ډلې ته یې یواځې دوه انتخابه پریښي دي د یاغیگرۍ نه لاس اخیستل او سولې ته غاړه ایښول اویا وژل کیدل.

د طالبانو سرخلاصی لیک همداشان په داسې وخت کې استول شوی چې پر طالبانو او په ځانگړې توگه د هغوی د مخدره توکو د تولید او قاچاق پر شبکو باندې د افغان او امریکایي پوځیانو هوایي بریدونه زیات شوي دي. گمان کیږي چې مخدره توکي د طالبانو د یاغیگرۍ ٦٠ فیصده لگښت پوره کوي.

طالبان له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان حکومت یو لاس پوڅی حکومت بولي او د امریکا د متحده ایالاتو سره د مستقیمو خبرو غوښتنه کوي.

که څه هم چې واشنگټن په وار وار د طالبانو دغه غوښتنه رد کړې ده او هغوی بین الافغاني سولې ته هڅولي دي، د امریکا یو شمیر پخواني مقاماتو ویلي دي چې امریکایي مقاماتو څو ځلې په ځانگړې توگه په قطر او جرمني کې د طالبانو سره تماسونه نیولي دي.

XS
SM
MD
LG