د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د سعودي‌ غونډه به د راتلونکو پړاونو لپاره یو ښه پیل وي


ولسمشر محمد اشرف غني د سعودي له پاچا سره د ټلیفوني خبرو پرمهال
ولسمشر محمد اشرف غني د سعودي له پاچا سره د ټلیفوني خبرو پرمهال

ولسمشر محمد اشرف غني د سعودي‌ عربستان له پاچا خادم الحرمین الشرفین شاه سلمان بن عبدالعزیز ال سعود سره ټلیفونې خبرو کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې په بهیر کې د سعودي عربستان له رول او ملاتړ څخه ستاینه کړې.

ولسمشرۍ ماڼۍ د شنبې په ورځ د «مرغومې پر ۸مه» په یوې اعلامیې کې ویلي چې ولسمشر غني د سعودي له پاچا سره خبرو کې په افغانستان کې د سولې او ثبات په برخه کې د سعودي د راتلونکي کنفرانس رول مهم بللی او ویلي یې دي چې د سعودي‌ کنفرانس به د راتلونکو پړاونو لپاره یو ښه ګام او پیل وي.

سعودي ویلي چې د افغان سولې په برخه کې به هڅې وکړي.
سعودي ویلي چې د افغان سولې په برخه کې به هڅې وکړي.

ارګ وايي، د سعودي‌ عربستان پاچا خادم الحرمین الشرفین ویلي چې، "سعودي د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پر بهیر باور لري، او په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو لپاره به خپلو هڅو ته ادامه ورکړي."

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې په راتلونکې جنورۍ میاشت کې په سعودي عربستان کې د افغان سولې په تړاو غونډه تر سره شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي په دغه غونډه کې به د سعودي، امریکا متحده ایالاتو، طالبانو، اماراتو او پاکستان د استازو تر څنګ د افغان حکومت یو پلاوی هم برخه ولري.

د افغانستان د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري د شنبې په ورځ د «مرغومې پر ۸مه» امریکا غږ ته وویل چې دغه غونډه له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو اترو ترو د ابوظبۍ د غونډې په دوام تر سره کېږي.

د سولې عالي شورا وايي چې دغه ناسته د باور رامنځته کولو، او د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو اترو ته د زمینې رامنځته کولو په هدف تر سره کېږي.

سید احسان طاهري
سید احسان طاهري

ښاغلي طاهري وویل:"د سعودي عربستان ناسته یوه ډېره ګټوره ناسته ده، په دې خاطر چې د سعودي عربستان حکومت ژمنه کړې وه چې، د افغان سولې په برخه کې به بېساري هڅې وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت په متحده عربي اماراتو کې د افغان سولې په تړاو د امریکا متحده ایالاتو، سعودي، اماراتو، طالبانو او پاکستان استازو ترمنځ دوه ورځنۍ غونډه تر سره شوه.

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي‌ استازي زلمي خلیلزاد په ابوظبۍ کې له طالبانو سره خبرې ګټورې بللې وې.

XS
SM
MD
LG