د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان او امریکا پوځي مشرانو د افغانستان سولې پروسه ارزولې


د پاکستان او امریکا پوځي لوړپوړو چارواکو په یو ملاقات کې د افغانستان د سولې پروسه ارزولې ده.

په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو مشر قوماندان جنرال سکاټ مېلر د دسمبر په ٢٧ اسلام اباد ته سفر وکړ او هلته یې د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره ملاقات وکړ.

د دغه ملاقات نه وروسته د پاکستان پوځ یوه اعلامیه خپره کړه چې وایي د افغان سولې د پروسې سره مرسته کوي.

دغه اعلامیه دا هم وایي چې دواړه خواوې په‌دې موافق دي چې د طالبانو سره د سولې لپاره خبرې به هغه وخت کامیابه وي چې د افغانانو په مشرۍ ترسره شي او ټولې خواوې پکې ګډون وکړي.

د ناټو مشر قوماندان په‌داسې وخت کې پاکستان ته سفر کړی دی چې امریکایي رسنیو داسې رپورټونه خپاره کړي دي چې ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو په شمېر کې د کمي پرېکړه کړې ده او ښیي چې ٧٠٠٠ امریکایي عسکر بېرته را وباسي، خو پنټاګان تر اوسه پورې دغه رپورټونه نه دې تائید کړي.

د پاکستان د پوځ مشر باجوه په دغه ملاقات کې ویلي دي چې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه جدي هڅې کوي.

پاکستان ادعا کوي چې د دسمبر په میاشتې کې یې په متحده عربي اماراتو کې طالبان خبرو ته اماده کړي و او دا هم وایي چې په افغانستان کې یې سوله په ګټه ده.

امریکا په پاکستان تور لګوي چې پخپله خاوره یې ترهګرو ته پناه ورکړې ده او له دې کبله یې پاکستان ته ټولې امنیتي مرستې هم ځنډولي دي.

XS
SM
MD
LG