د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې بیا وځنډېدې


د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو تر سره کېدو نېټه اعلان شوه
د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو تر سره کېدو نېټه اعلان شوه

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون وايي، ټاکل شوې د جمهوري ریاست، ولایتي او ولسوالیو شوراګانو او د غزني پارلماني ټاکنې د راتلونکي ۱۳۹۸ کال د مېزان میاشتې پر ۶مه نېټه تر سره شي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ د چهارشنبې په ورځ د «کب پر ۲۹مه» په کابل کې د یو کنفرانس پرمهال وویل چې یاده نېټه د دغه کمېسیون له کمېشنرانو سره تر زیات بحث او څېړونو وروسته ټاکل شوې ده.

اغلې نورستانۍ وویل،په داسې حال کې چې د یادو ټاکنو د تر سره کېدو نېټه مخکې د ټاکنو کمېسیون د مخکني قانون له‌مخې د ټاکنو کمېسیون لخوا اعلان شوې وه، خو زیاتوي چې د ټاکنو په قانون کې د وروستیو تعدیدلاتو په اساس د شفافیت په هدف دغه نېټه وځنډېدل.

نوموړې زیاته کړه:"د ټاکنو کمېسیون د قانون دا حکامو د ښه تطبیق په هدف او په ځانګړي ډول د ټاکنو کمېسیون د ۱۹مې مادې د احکامو د تعدیل په اساس د شفافیت د ټینګښت او رایو ورکونکو د نوم لیکنې د عملي کېدو او رایو ورکوونکو د تشخیص په هدف د ولسمشرۍ، ولایتي او ولسوالیو شوراګانو او د غزني پارلماني تاکنې د میزان پر۶مه نېټه تر سره شي."

د روان لمریز کال د مرغومې میاشتې پر ۹مه د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پخواني‌ رئیس ګلاجان بدیع صیاد ویلي، و چې د یو لړ تخنیکي ستونزو له امله به راتلونکې ټاکنې د۱۳۹۸ کال د چنګاښ په ۲۹ مه نېټه ترسره شي.

خو د ټاکنو کمېسیون اوسنۍ رئیسې اغلې نورستانۍ زیاته کړه چې راتلونکي ټاکنې هغه مهال پر ټاکل شوې نېټه تر سره کېدای شي چې افغان حکومت او نورې اړوندې نړیوالې ادارې د افغانستان د ټاکنو کمېسیون ته بودیجه په اختیار کې ورکړي.

پر همدې مهال د افغانستان جمهوري ریاست د ټاکنو د ځنډېدو د پرېکړې هرکلی کړی دی.

د ولسمشر غني ویاند پر خپل ټوېټر لیکلي چې د معلوماتو له‌مخې د ټاکنو کمېسیون دا پرېکړه د سیاسي ډلو او د ټاکنو د څار ادارو او مدني ټولنو له استازو سره له مشورې وروسته کړې ده.

ښاغلي چخانسوري لیکلي چې« اوس حکومت د ټولو امکاناتو سره له ټاکنو کمېسیون سره همکارۍ ته چمتو دی، تر څو په هېواد کې د شفافو ټاکنو شاهدان اوسو»

نوموړي ویلي چې د افغان حکومت تمه دا وه چې ټاکنې به د چنګان پر ۲۹مه تر سره شوي وای،خو د دې لپاره چې د ټاکنو د مهالوېش اعلان د ټاکنو خپلواک کمېسیون په واک دی حکومت د دغه کمېسیون خپلواکۍ ته تل درناوی کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمېسیون په قانون کې تر تعدیلاتو وروسته د افغانستان جمهوري ریاست د انتخاباتي کمېسیونونو مخکني غړي "د خپلو کاري صلاحیتونو نه د ناوړه استفادې او په تېرو ټاکنو کې د کمزوري مدیریت" په تور له دندو ګوښه کړل.

افغان حکومت د یادو کسانو تر لېرې کېدو وروسته د ټاکنیزو کمېسیونونو لپاره نوي کمېشنران وټاکل.

ولسمشر محمد اشرف غني د نوو کمېشنرانو د تحلیف مراسمو پرمهاله له هغوی غوښتي‌و چې د خپل کار تر پیلېدو وروسته دې د تېرو پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې ژر تر ژره معلومې کړي.

د ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله په ګډون ۱۸ تنو راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ځانونه کاندید کړي دي.

XS
SM
MD
LG