د لاس رسي وړ اتصالات

په ۲۵۹۷ مرکزونو کې د رای ورکوونکو شمېر اعلان شو ـ ولسمشریزې ټاکنې


افغان ولسمشریزې ټاکنې تېره ورځ تر سره شوې
افغان ولسمشریزې ټاکنې تېره ورځ تر سره شوې

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د هېواد په کچه په ۲۵۹۷ مرکزونو کې د رای ورکوونکو شمېر اعلان کړ.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د دوی د معلوماتو له‌مخې په یادو مرکزونو کې د ګډونکو شمېر «یو میلیون ۵۱زره ۹۹۸ تنو ته رسېږي.»

دغه کمېسیون د یکشنبې په ورځ د سپټمبر پر ۲۹مه« تلې پر۷مه» په خپل ویب سایټ کې ویلي، چې دغه تخمیني معلومات یې د ولایتي ریاستونو، د محلونو او مرکزونو له مسؤلینو څخه د ټلیفون له لارې تر لاسه کړي دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي، چې دوی ۴۹۰۵ مرکزونو ته مواد انتقال شوي و، چې ټاکل شوې د پاتې ۲۳۰۸مرکزونو پایلې هم ژر اعلان شي.

افغان ولسمشریزې پرون شنبه تره سره شوې، چې د راپورونو له‌مخې نسبت نورو ټاکنو ته د خلکو ونډه پکې کمرنګه وه.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي پیري مایاودون له امریکا غږ سره ځانګړې مرکه کې د افغان ولسمشریزو ټاکنو پر تر سره کېدو خوښي څرګنده کړي.

پر همدې مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما تر ټاکنو وروسته پړاو کې د ټولو غاړو پر مسؤولانه چلند په ټینګار سره ویلي، چې یوازې د ټاکنو کمېسیون د رای ورکوونکو د رسمي شمېرو د خپرولو واک او صلاحیت لري.

تېره ورځ په ولسمشریزو ټاکنو کې د ۱۳ نوماندانو ترمنځ سیالۍ وشوې.

XS
SM
MD
LG