د لاس رسي وړ اتصالات

افغان پناه غوښتونکو په اندونیزیا کې مظاهره وکړه


په اندونیزیا کې د افغان پناه غوښتونکو مظاهره
په اندونیزیا کې د افغان پناه غوښتونکو مظاهره

د اندونیزیا په مرکز جاکارتا کې سلګونو افغان پناه غوښتونکو د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مخې ته مظاهر وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې د پناه غوښتونکو د مېشت کولو بهیر چټک کړي.

مظاهره کوونکو ځینې شعارونه هم له ځان سره لېږدول چې په کې لیکل شوي‌ وو: «زموږ کورنۍ په خطر کې دي. لطفآ همدا اوس اقدام وکړئ» او پناه غوښتونکي ژر تر ژره مېشت کړئ او «ژوند یې وژغورئ».

د اسوشیتدپرس خبري اژانس وايي چې په دوی کې یې یو شمېر داسې دي چې له شاوخوا یوې لسیزې راهېسې هلته ژوند کوي.

صفیه سعید هغه افغانه پناه غوښتونکې ده چې له ۲۰۱۱ راهېسې په اندونیزیا کې اوسیږي. هغې وویل: «له ډېر سوچ او اندېښنې څخه رنځوره شوې یم. خپل ماشومان چې وینم وایم هېڅ آینده نلري.‌»

اندونیزیا د ملګرو ملتونو کنوانسیون نه دی امضا کړی چې په اساس یې پناه غوښتونکو ته د کار، درس او روغتونونو کې د درملنې اجازه نه ورکول کیږي.

یو بل افغان پناه غوښتونکي‌ حسن عبدالله اسوشیتدپرس ته وویل داسې افغانان هم شته چې له لسو کلونو راهېسې دلته اوسیږي خو اساسي بشري حقونه نلري.

په ۲۰۲۰ کې شاوخوا ۱۴۰۰۰ پناه غوښتونکي په اندونیزیا کې وو چې اکثریت یې افغانان وو. اکثریت دا پناه غوښتونکي د اندونیزیا څخه په کښتیو کې ځانونه استرالیا ته رسوي.

خو له ۲۰۱۳ راهېسې د استرالیا حکومت د کډوالو کښتۍ نه پرېږدي چې قلمرو ته یې داخل شي او بېرته یې د اندونیزیا ابو ته شړي.

XS
SM
MD
LG