د لاس رسي وړ اتصالات

ایران اروپا ته د افغان کډوالو د نوې څپې د احتمال خبرداری ورکړ


د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د سه شنبې په ورځ نومبر ۹ په یوې خبري غونډه کې د افغان کډوالو د تازه موج په اړه خبرداری ورکړ.

ښاغلي وحیدي وویل که له افغانستان سره نړیوالې مرستې ونشي، له هغه هیواد څخه به اروپا ته د کډوالو نوی بهیر پیل شي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر وویل:" ولي هیڅوک د افغانستان له خلکو سره مرسته نه کوي. ولې یې پیسې کنګل شوي دي. داسې مرسته چې هغوی په افغانستان کې وساتي، داسې مرسته چې مجبور نشي خپل کور کلی پریږدي او سرحداتو ته راشي، هره ورځ له افغانستان سره زموږ پولو ته په زرګونه کسان راځي."

دغه جګپوړي ایراني چارواکي زیاته کړه، په زر ګونه افغان کډوال هره ورځ ایران ته د راتلو هڅه کوي.

نوموړي وویل:"که دا کډوال په ایران کې ځای پرځای نشي نو چیرې به ځي؟ هغوی به سرحداتو ته ولاړ شي. موږ له ترکیې سره په خپله پوله کې هغوی ودرول او بیرته مو ستانه کړل. هغوی ډیره لار وهلې وه خو موږ په یو ډول بیرته ستانه کړل."

د ایران د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه هیواد یې اوسمهال د ۳.۵ میلیونه افغان کډوالو کوربه دی خو هغه زیاته کړه پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته ګڼ شمیر نور هم هڅه کوي له هغه هیواده ووځي.

ایراني‌ چارواکي په داسې حال کې د افغانانو د کډوالۍ په اړه خبرداری ورکوي چې د ترکیې امنیتي ځواکونو د نومبر ۴ (لړم۱۳) وویل ۱۴۹ افغان پناه غوښتونکي د ایران پولي سره نږدې د بتلیس په ښار کې نیولي دي.

ترکیې وروسته تر هغه چې طالبانو په افغانستان کې واک ونیوه، د ایران سره په ګډې پولې یې د افغانستان د پنا غوښتونکو د مخنیوي لپاره امنیتي تدابیر ډیر کړي.

تر دې وړاندې د بشري حقونو څارونکو ویلي و چې د ترکیې سرتیرو د نړیوالو قوانینو خلاف افغان پناه غوښتونکي وهلي او بیرته یې ایران ته شړلي دي.

یو شمیر افغان پناه غوښتونکو د بشري حقونو ادارو ته ویلي چې د ترکیې سرتیرو د هغوي شخصي وسایل او په ځینو پیښو کې آن د هغوي د ځان جامې ترې ایستلي او سوځولي یې دي.

دغو کډوالو همدارنګه ویلي چې په ۵۰ یا ۳۰۰ ډلو سره ویشل شوي او بیرته ایران ته استول شوي چې له همدې کبله ځیني کسان د خپلو کورنیو نه هم ورک شویدي.

وروسته تر هغه چې د اګست په میاشت کې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، لسګونه زرو خلکو د هیواد پریښودو ته مخه کړله. یوازې متحده ایالاتو ته تر ۱۰۰ زرو ډیر افغان کډوال راغلي چې ډیری یې هغه افغانان دي چې په افغانستان کې ېې په تیرو ۲۰ کالونو کې د امریکا د پوځ یا حکومت سره کار کړی.

ګڼ شیمر نور کسان چې متحده ایالاتو ته انتقال شوي د خطر سره مخامخ افغانان بلل کیږي چې د افغانستان د مخکني حکومت مامورین او د امنیتي ځواکونو غړي هم پکې شامل دي.

XS
SM
MD
LG