د لاس رسي وړ اتصالات

قطر به امریکا ته د تلونکو افغان کډوالو د ترانزیت مرکز وي


د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني له اسوشټډ پرس سره په مرکه کې وویل د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره یې د جمعې په ورځ نومبر ۱۲ ( لړم ۲۱) د افغان کډوالو د تخلیې د پروسې د ښه تنظیم په موخه یوه موافقه لاسلیک کړېده.

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین او د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د "خوندیتوب د صلاحیت"په نامه سند هم لاسلیک کړ.

د دې سند له مخې به دوحه د امریکا د ګټو د ساتونکي نقش لوبوي او د واشنګټن او د طالبانو د حکومت تر منځ به د اړیکو په ټینګولو کې به مرسته کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین وویل، " قطر به په افغانستان کې د امریکا په سفارت کې د امریکا د ګټو یوه څانګه پرانیزي چې ځانګړې قونسلي خدمتونه به وړاندې کوي او هم به په افغانستان کې د امریکا د دیپلوماتیکي تاسیساتو امنیت او اوضعیت څاري."

که څه له کابل څخه د پوځي تخلیې د عملیاتو له پیل راهیسې امریکا او نورو هیوادونو ته ډیر شمیر کډوال د قطر له لارې انتقال شول، خو له امریکا سره د نوي توافق له مخې به د تخلیې د عملیاتو د انسجام په منظور قطر د افغان کډوالو د ترانزیت د لوی مرکز رول ولوبوي.

ښاغلي آل ثاني وویل د افغان کډوالو د جرمي او امنیتي سابقې معلومول هم ډیر مهم دي، هغه زیاته کړه: "د امنیتي سابقې چک کول ډیر مهم دي، ځکه مونږ نه غواړو چې هیوادونو ته مو نامطلوب کسان راشي. په همدې خاطر دې ته باید لومړیتوب ورکړل شي چې قطر ته راتلونکي کسان مناسب اسناد ولري. زه فکر کوم دا یواځې د قطر غوښتنه نه ده بلکه د هر بل کوربه هیواد غوښتنه هم ده."

خو د بشري حقونو یو شمیر سازمانونو اندېښنه ښودلې چې د قطر په شان هیوادونو کې د ترانزیت سخت مقررات به له ګواښ سره مخ افغانان له نورو زیاتو ستونزو سره مخامخ کړي، ځکه هغوی نشي کولی له طالب چارواکو څخه د سفر مناسب اسناد ترلاسه کړي.

هغه وویل چې له امریکايي لوري سره یې د افغانستان د موجود وضعیت په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړیدي، د دغو اندېښنو مهمه برخه د بشري حقونو، د ښځو د حقونو او ټول شموله حکومت په برخو کې دي، همدارنګه له افغانستان څخه د ترهګرۍ د راتلونکي په هکله هم اندېښنې شته دي.

ښاغلي آل ثاني وویل د طالبانو غوښتنې او توقعات ورته مهم دي، خودا مونږ ته مهمه ده چې پوه شو ترکومه حده د طالبانو غوښتنې د منلو وړ دي، هغه وویل: "د طالبانو مهمې غوښتنې د دوی په رسمیت پېژندل او د شمتنیو ازادول دي، مونږ نه غواړو چې نړیواله ټولنه په دې برخه کې ویشلي موقفونه ولري. او په کارده چې د مهمو هیوادونو ترمنځ په دې برخه کې یوه همغږي رامنځته شي."

هغه وویل د افغانستان اوسنۍ وضعیت د اندېښنې وړ دی او که چیرې جدي ګامونه وانخیستل شي او د دغه هیواد موجودې ستونزې په تیره بیا اقتصادي مشکل حل نشي، نو وضعیت به ډیر خراب شي او د کډوالو د بحران ترڅنګ به د وخت په تېرېدو سره د ټولنیزۍ ناکرارۍ لامل هم شي. هغه زیاته کړه:" مونږ هڅه کوو چې د دې ډول یوه حالت مخه ونیسو. مونږ نه غواړو چې د افغانستان د موجود حالت ننداره چیان و اوسو او هغه وخت اقدام وکړو چې مشکلات زمونږ د هیوادونو تر سرحدونو راورسیږي. امریکا له مونږ سره په دې برخه کې په تماس کې ده او د افغانستان د هیرولو په عواقبو باندې ښه پوهیږي. د بهرنیو چارو له وزیر بلینکن سره مو په دې هکله ننۍ ناسته ډیره ګټوره وه او له دوی سره به په دې برخه کې زمونږ د ګډو کاري ډلو کار دوام ولري."

XS
SM
MD
LG