د لاس رسي وړ اتصالات

معترصو ښځو یو ځل بیا د طالبانو له بند څخه د مدني فعالانو د خوشې کیدو غوښتنه کړې


ژولیه پارسي د تیرو دریو اونیو راهیسې د طالبانو له خوا نیول شوې
ژولیه پارسي د تیرو دریو اونیو راهیسې د طالبانو له خوا نیول شوې

معترضو ښځو "د معترضو ښځو او د بشري حقونو د فعالانو ځای زندان نه دی" ترنامه لاندې د ټولنیزو رسنیو له لارې یو کمپاین پیل کړی، چې ددغه کمپاین په ترڅ کې یې یو ځل بیا د طالبانو له بند څخه د ښځو او مدني فعالانو د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

دغو معترضو ښځو د خپل روان کمپاین په ترڅ کې ، چې د پنجشنبې د ورځې ناوخته د اکتوبر۱۹(تلې ۲۷) یې پیل کړی د بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو او هغو هیوادونو څخه چې د بشري حقونو ملاتړ کوي غوښتي، چې پر طالبانو باندې دې فشار راوړي او ورسره دې له تعامل څخه ډډه وکړي.

ددغه کمپاین او د معترضو ښځو یوې غړې ترنم سعیدي وویل، چې ژولیا پارسي، ندا پرواني، مطیع الله ویسا او یو شمیر نور مدني فعالان د طالبانو په بند کې ورځې شپې تیروي.

میرمن سعیدي وویل: "مونږ د نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د ملاتړ ټولو سازمانونو څخه افغانستان کې پرته له قید او شرط څخه د ټولو سیاسي بندیانو د خوشې کیدو په برخه کې د مرستې غوښتنه کوو او تمه لرو، چې په دې بحراني حالت کې به د هغوی د خلاصون لپاره د عدالت غوښتنه له پامه ونه غورځول شي".

د افغان معترضو میرمنو په خپل سر د ټوکیدلې غورځنګ غړې لیلا بسیم وویل، درې اونۍ کیږي، چې ژولیا پارسي او د هغې زوی د طالبانو په زندان کې پراته دي او شاوخوا یوه میاشت کیږي، چې ندا پرواني او د هغې میړه او ماشوم هم د طالبانو په بند کې دي.

میرمن بسیم وویل: "مونږ ددغو دوو مبارزو میرمنو په اړه هیڅ معلومات نلرو او کوم سازمانونه په ځانګړي ډول د بشري حقونو د ملاتړ او د ښځو د حقونو د ملاتړ ادارې متاسفانه د څو ټویټونو په خپرولو سره له خپل مسولیت ځانونه خلاصوي او د دغو دوو میرمنو د ازادۍ لپاره هیڅ عملي کار نه ترسره کوي".

د مریم ( مستعار نوم) په نوم یوې بلې معترضې میرمنې وویل، چې مدني، فعالان، خبریالان، معترضې ښځې او د بشري حقونو مدافعان پرته له هیڅ جرم څخه د طالبانو په زندان کې پراته دي.

ددغې معترضې میرمن په وینا د طالبانو په زندان کې د بندیانو د بشري حقونو څخه په وحشتناک ډول د سرغړونو ترسره کیدو امکان شته دی.

میرمن مریم وویل: "د طالبانو ځپوونکی ډله هغوی چې په خپلواک ډول فکر کوي ورڅخه ډاریږي، مونږ په عاجل ډول د بند څخه د ژولیا پارسي، نداپرواني او نورو ټولو مدني فعالانو د خوشې کیدو غوښتنه کوو".

دغو معترضو ښځو په ټینګار وویل، چې د مدني ټولنې د ټولو بندي شویو فعالانو د خوشې کیدو لپاره باید فوري اقدامات وشي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست کې پر افغانستان د بیا واک ترلاسه کولو وروسته د خپلې څه باندې دوو کلنو واکمنۍ په موده کې د ښځو د حقونو د فعالانو په ګډون زیات شمیرمدني فعالان، خبریالان او خپل سیاسي منتقدین نیولي چې د ژولیا پارسي، ندا پرواني او مطیع الله ویسا په ګډون یو شمیر فعالان لا هم د دغې ډلې په بند کې پراته دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG