د لاس رسي وړ اتصالات

تیرو پنځو میاشتو کې ۳۸۲زره افغان کډوال هیواد ته ستانه شوي 


Afghan refugee
Afghan refugee

ملګري ملتونه وايي تیرو پنځه میاشتو کې نږدې ۳۸۲زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي، چې نږدې ۳۵زرو یې له پاکستان او نور ټول له ایران څخه راغلي دي.

د ملګروملتونو د بشري مرستود همغږۍ د چارو دفتر 'اوچا' له بهرنیو هیوادونو څخه د افغان کډوالو د ستنیدلو او دننه په افغانستان کې له خپلو مینو څخه د افغانانو د بې ځایه کیدو په اړه رسنیو ته په استولي راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۲ میلادي کال له پیل څخه تر تیرې اونۍ پورې د ایران او پاکستان څخه ټول ۳۸۱۶۰۰ افغان کدوال هیواد ته ستانه شوي دي.

د 'اوچا' د راپور له مخې د دغو ستنو شویو افغان کډوالو یوازې ۳۴۶۰۰ له پاکستان او ۳۴۷ زره نور له ایران څخه خپل وطن ته ستانه شوي دي.

نږدې دوه میاشتې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې په ایران کې د میشتو افغانانو سره د ناسم چلند په اړه رپوټونه خپاره شوي وو. د مهاجرنیو او ستنیدونکو چارو وزارت مرستیال ارسلاخان خروټي د شنبې په ورځ په هرات کې یو خبري کنفرانس ته وویل، چې په ایران کې د میشتو افغان کډوالو سره د ناسم چلند په اړه یې د ایراني چارواکو سره خبرې کړي دي.

ښاغلي خروټي وویل: "په ایران کې څه موده مخکې د مهاجرینو سره [د بد چلند] چې کوم کلیپونه خپاره شو چې د هغوی حقوق تر پښو لاندې شوي دي او هغوی سره نامناسب سلوک شوی دی، مونږ د ایران حکومت سره هم تماسونه ونیول په مجموع کې امارت اسلامي او وزارت خارجه د دوی سفیر احضار کړ او د ناخوښۍ څرګندونه وشوه او ورته وویل شو چې هغوی چې په دغو پیښو کې لاس لري باید سزا ورکړل شي".

په وروستیو میاشتو کې له ایران څخه د افغانانو د ایستلو او وطن ته د شړلو په اړه په پرله پسې ډول راپورونه وکړل شوي دي.

د طالبانو د حکومت د مهاجرنیو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي، د ثور د تیرې میاشتې د ۲۵ څخه د جوزا د روانې میاشتې تر دویمې ورځې پورې له ایران څخه افغانستان ته ۱۹۹۶۳ افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي او یا هم له ایران څخه شړل شوي دي.

د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت ویلي چې یوازې د تیرې چهارشنبې په ورځ ۳۵۸۷ افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي، چې د دغه وزارت د معلوماتو له مخې له ۲۵۰۰ زیات یې د هغوی د خوښې پرخلاف افغانستان ته شړل شوي دي.

د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت شمیرنې ښيي، چې له ایران څخه هره ورځ په اوسط ډول تر۲۰۰۰ پورې افغان کډوال یا پخپله وطن ته ستنیږي او یا هم د ایران د حکومت له خوا په زور افغانستان ته شړل کیږي.

په ایران او پاکستان کې له پنځه میلیونو څخه زیات افغان کډوال د مهاجرت په قانوني اسنادو او پرته له اسنادو ژوند کوي.

د بلې خوا ' اوچا' ویلي چې په روان میلادي کې تر اوسه د جګړو له امله په کور دننه د افغانانو د بې ځایه کیدو په اړه یې کوم راپور نه دی ترلاسه کړی، خو دغې ادارې ویلي چې طبیعي پیښې لا هم په دغه هیواد کې په کوردننه د افغانانو د بې ځایه کیدو سبب ګرځي.

XS
SM
MD
LG