د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې افغان مهاجر د مخ په زیاتیدونکي فشار سره مخامخ دي 


د تېر کال اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو او پدې هیواد کې د سخت اقتصادي او بشري کړکیچ د رامنځته کیدو وروسته له ایران سره د دغه هېواد ۹۰۰ کیلومتره ګډه پوله د هغو افغانانو لپاره د ژوند لیکه ګرځېدلې ده چې له خپل هیواد څخه تښتي.

خو په دې وروستیو اونیو کې د افغانستان او ایران تر منځ پوله چې هره ورځ له دې لارې شاوخوا ۵۰۰۰ افغان کډوال په قاچاقي توګه ایران ته داخلېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ لامل شوی دی.

سربیره پردې، د امام رضا د زیارت په انګړ کې د چړې وهلو پیښه هم چې دوه ایراني دیني عالمان په کې ووژل شول ددې سبب شوې چې ایراني چارواکي او عام ایرانیان په ایران کې له میشتو افغان مهاجرینو سره ناوړه چلند وکړي.

په ټولنیزو رسنیو کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند د انځورونو خپرېدلو د افغانانو پراخ اعتراضونه راوپارول، تر دې چې په هرات کې یې د ایران پر کونسلګرۍ ډبرې وویشتلې او د دغه دپلوماتیک ماموریت سفارت د دروازې مخې ته یې اور ورته کړ.

په یو وروستي مورد کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د یکشنبې په ورځ، د می په لومړۍ نیټه (غوایي ۱۱) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیر خان متقي سره په ټیلیفوني اړیکه کې یو ځل بیا په افغانستان کې د ایران د دپلوماتیکو ماموریتونو د امنیت په اړه خپله غوښتنه تکرار کړه.

د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي، که څه هم چې افغانستان او ایران دواړه د ترینګلتیا پلوي نه دي، د دواړو ګاونډیو ترمنځ ځینې اوږدمهاله کړکېچونه ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د لا زیاتېدو او حتی له کنټروله بهر کېدو خطر رامنځته کړي.

د متحده ایالاتو د سولې په انستیتوت کې لوړپوړي کارپوه اندرو واتکینس د افغانستان او ایران ترمنځ اوسني وضعیت او مخکنیو کړکیچونو ته په اشارې د اسوشیتیدپرس اژانس سرهه په خبرو کې ویلي: "[له افغانستان څخه ایران ته] د کډوالۍ یو له بدو بحرانونو څخه د ټوکیدو په حال کې دی...کیدای شي یوه زلزله رامنځته شي."

په دې ترڅ کې طالبانو او هم د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي چې په وروستیو اوونیو کې له ایران څخه د افغان کډوالو په زور ایستلو بهیر چټک شوی دی.

په افغانستان کې د مهاجرت د نړیوال سازمان مرستیال ایش کارل اسوشیټیډ پریس ته ویلي دي چې په تیرو دریو میاشتو کې له ایران څخه د افغان مهاجرو په جبري اخراج کې هره میاشت ۶۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د دوشنبې په ورځ مۍ دوهمه (غوایي ۱۲) په یوه راپور کې وویل چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې څه باندې ۲۵۱ زره افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي چې ډېری یې له ایران څخه په زور ایستل شوي دي.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د ایراني چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې په تېرو اتو میاشتو کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې لږ تر لږه یو میلیون افغانان ایران ته کډوال شوي دي. ایراني چارواکو ویلي چې ایران ته د افغانانو د مهاجرت څپې دوام نه شي کولی ځکه د هغوی په وینا د دومره زیاتو مهاجرینو د منلو ظرفیت محدود دی.

له بلې خوا، په افغانستان کې وروستي وژونکي بریدونه چې په عمده توګه د هیواد شیعه اقلیت په نښه کوي، د ایران د حکومت د مخ په زیاتیدونکې اندیښنې سبب شوي، که څه هم طالبانو ژمنه کړې چې د هغوی امنیت نیسي.

په تهران کې مېشت افغان خبریال عباس حسیني وايي، داسې راپورونه شته چې سخت دریځه او افراطيان هم له افغانستان څخه ایران ته د کډوالو له سېلاب سره ننوځي، چې د ده په وینا دا کار د ایران د اندیښنې سبب شوی دی.

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د مشهد بریدګر هم څو میاشتې وړاندې د پاکستان له پولې په ناقانونه توګه ایران ته داخل شوی و. یو شمېر ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې بریدګر عبداللطیف نومېده او د افغانستان اوزبیک و.

د ایران او طالبانو ترمنځ کړکېچ یوازې په وروستیو پېښو پورې محدود نه دی. په ۱۹۹۸ کال کې په افغانستان کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال په مزارشریف ښار کې د لسو ایراني دپلوماټانو وژل کېدو ایران د طالبانو پر ضد جګړې ته نږدې کړی و.

هغه څه چې په تېرو دوو لسیزو کې یې د ایران او طالبانو ترمنځ کړکېچ کم کړی و هغه په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور و او د ایران شیعه مشران چې په خپل ګاونډ کې د امریکا د پوځي حضور په اړه اندېښمن وو د طالبانو د سخت دریځه سني ډلې ته د نژدې کیدو لپاره ځینې عملي ګامونه پورته کړي دي.

د ځینو کارپوهانو په اند، اوس چې د ایران او افغانستان مالي او بانکي سیسټمونو د نړیوالو بندیزونو له امله سخت اغېزمن شوي، د نغدو پیسو د ترلاسه کولو په لټه کې دي او دې وضعیت دواړه په یو بل باندې تکیه کولو ته اړ کړي او هیڅ یو اړخ د نور کړکیچ د رامنځته کیدو پلوي ندی.

د چتم هاوس د بنسټ د منځني ختیځ او شمالي افریقا د پروګرام مرستیال صنم وکیل وایي، "د خپلو ګاونډیانو له لارې، ایران کولی شي له بندیزونو څخه خلاص شي، د اسعارو تبادله او تجارت وکړي او خپل اقتصاد ژوندی وساتي."

خو تېره اوونۍ افغانستان او ایران وروسته له هغې نښتې ته نژدې شوي وو چې د طالبانو سرحدي ساتونکو هڅه وکړه چې پر پوله پروت یو سړک پوخ کړي او ایراني ځواکونو یې مخه ونیوله.

افغانستان او ایران د اوسنیو نازکو حالاتو په درک کولو سره، دواړو په کلکه دیپلوماتیکه لاره خپله کړې ده. خطیب زاده تېره اوونۍ ژمنه وکړه چې ایران به د لومړي ځل لپاره طالب دیپلوماتانو ته باور لیکونه ورکړي چې د قونسلګرۍ چارې هوارې کړي.

دا لیکنه د اسوشیتید پرس اژانس د رپوټ په بنسټ لیکل شوی ده

XS
SM
MD
LG