د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د مانسهرې په کمپ کې مېشت افغانان له خپلو تنګو کورونو شکایت کوي


اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال ژوند کوي، چې زیاتره یې کډوالو ته په ځانګړیو شویو کمپونو کې اوسیږي.
اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال ژوند کوي، چې زیاتره یې کډوالو ته په ځانګړیو شویو کمپونو کې اوسیږي.

د خيبر پښتونخوا د مانسهرې په خاکي کمپ کې له څلورو لسيزو راهیسې مېشت افغان کډوال وایي، په تنګو کورونو کې ژوند کول ورته ډیر سخت شوي خو د سیمې د چارواکي لخوا ورته د کورونو د پراخولو اجازه نشته.

د حمیدالله په نوم ځوان وايي، د کورنۍ ۸۰ تنه غړي یې په ۱۲ کوټو کې اوسیږي. د حمیدالله پلار وايي، کله چې پاکستان ته مهاجر شو، درې وروڼه وو، چې د وخت په تېرېدو سره یې د کورنۍ شمېر زیات شو. وایي، خټین کورونه دي چې دپاسه یی نور پوړونه جوړول ناشوني دي خو د کور د پراخولو حق نه لري.

هغه زیاته کړه: "هغه کومه ساحه چې مونږ نیولې وه، د دې نیت سره چې بیرته به خپل هیواد ته ولاړ شو نو هم داسې پاتې شو اوس زمونږ ځای ډیر تنګ شوی."

د پکتيا ولايت نجيب الله وايي، چې دوی د ځمکې د اخيستلو او ودانولو اجازه نه لري. هغه وايي: "کورونه ورځ تر بلې تنګیږي او د کور د غړو شمېر ډېرېږي، خو موږ ته د کورونو جوړولو لپاره د ځای اخیستلو اسانتیا نشته."

په دې اړه د افغان کډوالو عالي کمېشنر عباس خان، وايي، چې د ۱۹۷۰ راهیسې د افغان کډوالو لپاره جوړ شوی قانون تر اوسه نه دی څېړل شوی او نه هم پکې بدلون شوی، چې دغه ستونزه یې رامنځته کړې.

عباس خان وایي، ددې ستونزې د هواري دپاره کار روان دي. هغه زیاته کړه: "دا ځمکه شخصي ځمکه ده او د هغې لپاره قانون جوړ شوی خو چا په قانون کې تعدیل نه دی کړی چې کومې سیمې د خلکو لپاره ځانګړې شوې دي، باید د خلکو د شمېر د ډیریدو سره پکې بدلون وشي."

په خاکي کمپ کې ۱۷۰۰ کورنۍ ژوند کوي، چې د وګړو شمېر یې شاوخوا ۱۹ زره دی.

اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال ژوند کوي، چې زیاتره یې کډوالو ته په ځانګړیو شویو کمپونو کې اوسیږي.

  • 16x9 Image

    مسکا ساپۍ

    مسکا ساپۍ په کال ۲۰۱۹ کې له پېښور پوهنتون څخه په ژورنالیزم کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی او د ۲۰۲۲ کال راهیسې له پېښور ښاره د امریکا غږ اشنا تلویزیون سره د ازادې خبریالې په توګه کار کوي.

XS
SM
MD
LG