د لاس رسي وړ اتصالات

په سلګونو افغان کډوال له جرمني څخه امریکا ته ولېږل شول


په جرمني کې د امریکايي‌ځواکونو په اډې کې د افغان مهاجرو کمپ
په جرمني کې د امریکايي‌ځواکونو په اډې کې د افغان مهاجرو کمپ

د جرمني په جنوب لویدیځ کې د امریکا د هوايي ځواکونه یوه اډه د هغو افغانانو په لنډمهاله کمپ بدله شوې چې د اګست په میاشت کې د تخلیې د عملیاتو په ترڅ کې له افغانستان څخه وویستل شول.

د کډوالو ډیر شمیر کورنۍ چې له کابل څخه د تخلیې په عملیاتو کې دې اډې ته راوړل شوي، اوس په امریکا کې د خپلې هستوګنې نویو ځایونو ته استول کیږي. په همدې لړ کې د شنبې په ورځ اکټوبر ۹ ( تلې ۱۷) په سلګونو افغان مهاجرو د ریمشتاین له هوايي اډې د امریکا په لوري پرواز وکړ.

د تخلیې د عملیاتو په بهیر کې په زرګونو افغان کډوال د جرمني په جنوب لویدیځ کې د ریمشتاین هوايي اډې ته ولېږدول شول او له هغه وخت راهیسې دلته ژوند کوي. دوی هلته د خپلې اوسېدنې پرمهال د کرونا د قرنطین مرحله تیروي، لازم صحي معاینات یې ترسره کیږي او د بیلابیلو ناروغیو په وړاندې د معافیت د پیداکولو په خاطر واکسین کیږي.

د دغې اډې یو پوځي مسئول جنرال جاش اولسن وايي دوی د ټنډ غومبوري او شري د ناروغیو په وړاندې هم واکسین کیږي.

هغه وویل:" وروسته له هغه چې یو کوچنی ماشوم په شري اخته شو او مخکې له مخکې له قرنطین لاندې هم نیول شوی و، مونږ وکولی شول دوی ته د ټندغومبري، شري او چيچک د ناروغیو په وړاندې واکسین ورکړو."

دې پوځي اډې ته راوستل شوي کډوال او ماشومان په خیمو کې ژوند کوي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق ( یونیسف) وايي چې له کابل څخه د تخلیې د عملیاتو په بهیر کې له ۱۲۴۰۰۰ څخه زیاتو ویستل شویو کسانو په جمله کې شاوخوا ۳۰۰ هغه ماشومان هم شامل دي چې یا بې سرپرسته دي او یا له خپلو کورنیو جلا شویدي. دغه ماشومان د قطر او جرمني هیوادونو ته لېږدول شویدي.

امریکايي چارواکي او یونیسف له هغو افغان ماشومانو سره چې په دې اډې کې د لنډ وخت لپاره ژوند کوي، تر هغه وخته مرسته کوي چې دوی بیرته له خپلو کورنیو سره یوځای شي او یا امریکا ته واستول شي او هلته د ماشومانو د ساتنې مرکزونو ته تسلیم شي.

امریکايي پوځي چارواکي وايي د اګست په میاشت کې له کابل څخه د تخلیې د عملیاتو په بهیر کې په ۱۴۰ پروازونو کې د ریمستاین پوځي‌اډې ته شاوخوا ۳۴۰۰۰ افغان مهاجر راولېږدول شول.

XS
SM
MD
LG