د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ښځو لپاره د افغان ښځو رستورانټ وګورئ


که څه هم په کابل کې د رستورانتونو او خوړن ځایونو کمی نشته، خو هغه څه چې بست رستورانت له نورو جلا کوي، هغه دا دی چې د دې رستورانت ټولې کارکوونکې له یوه سره ښځینه دي.

دا رستورانت چې د ښځو او کورنیو لپاره دی، خاوندانې، مدیره، اشپزانې او خدمتګارانې یې ټولې مېرمنې دي.

په دې رستورانت کې نارینه یوازې هغه وخت خواړه خوړلای شي چې کورنۍ ورسره وي، د کابل په زړه کې دا رستورانت افغاني، چینايي، پاکستاني، هندي او ایټالوي خواړه لري.

د هوټل مدیره فرزانه لودین وايي چې ښځې او یوازې کورنۍ کولای شي د دوی رسټورانټ ته د خوړو لپاره ورشي.

هغه رستورانت چې د کورنۍ پرته نارینه پکې د خوراک اجازه نلري
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:01 0:00

دا رستورانټ نېږدې څلور میاشتې کیږي، چې پرانستل شوی. هانیه په دې رستورانت کې خدمتګاره ده، د هغې کار مشتریانو ته د خوړو راوړل او بېرته د لوښو ټولول دي.

هانیه وايي چې له خپلې دندې خوښه ده. هغه وايي، پدې رستورانت کې ځکه کار کوي، چې له ښځو پرته نارینه پکې کار نه کوي.

کورنۍ او ښځې ځکه د بست رسټورانټ خوښوي، چې په ويناء یې یوازې د ښځو دی. ښځې یې پرمخ وړي او دوی د ارامښت او مصونیت احساس کوي.

فاطمه اکبري چې بسټ رسټورانټ ته ډېره ځي وايي، له هغه وروسته یې چې اورېدلي د بست رسټورانټ د ښځو له خوا پرمخ وړل کیږي، نو ځکه ورته ډېره ورځي.

که څه هم په زرګونو ښځې په افغانستان کې په سوداګرۍ بوختې دي، خو د بست رسټورانټ د سوداګرۍ ترڅنګ ددې لپاره هم جوړ شوی، چې ښځې پکې په ارامۍ خپل وخت تیر کړي.

ځینې ښځې وايي، دا چې په افغانستان کې تل ښځې له زورزیاتي یا ځورونو سره مخ دي، نو دداسې ځایونو جوړېدل دوی تر ډېره خوندي کوي.

XS
SM
MD
LG