د لاس رسي وړ اتصالات

صدیقي: له افغان ځواکونو پرته بل قانوني ځواک نشته


صدیقي وایي، د ملي یووالي د حکومت د چارواکو څرګندونې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره ډیرې مهمې دي.
صدیقي وایي، د ملي یووالي د حکومت د چارواکو څرګندونې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره ډیرې مهمې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د افغان حکومت د یو شمیر چارواکو هغه څرګندونې چې په خلکو يې د مخالفو وسله والو په وړاندې د وسلو د پورته کولو غږ کړی دی، د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره ګڼلي او ویلي دي چې د بل هیڅ کوم پوځ جوړیدو ته اړتیا نشته دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي خبریالانو ته وویل یوازې افغان امنیتي ځواکونه د دغه هیواد قانوني ځواکونه دي او ددغو ځواکونو پرته نور ځواکونه نشته دی.

ښاغلي صدیقي وویل "دا تیروتنه په کار نه ده چې کوم بل قوت رامنځ ته کیږي. د افغانستان قانوني ځواکونه همدا درې ځواکونه دي او دا ځواکونه د خپلو مشرانو پراخه ملاتړ ته اړتیا لري، د بل قوت د جوړولو سوال هم نه پیداکیږي د افغانستان خلک په خپلو امنیتي ځواکونو باور لري او د افغانستان د خاورې اصلي ساتوونکي همدا افغان امنیتي ځواکونه دي".

د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل چې کومو چارواکو چې د مخالفو وسله والو په وړاندې د خلکو د مسلح کولو په باب څرګندونې کړي دي هغه د افغانستان د ملي یووالي د حکومت چارواکي دي او د هغوی څرګندونې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره ډیرې مهمې دي.

په دې وروستیو اونیو کې د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور، د جمهوررئیس لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم او د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال حاجي محمد محقق په جلا جلا څرګندونو کې د افغانستان په شمال او مرکزي برخو کې د مخالفو وسله والو او په ځانګړې ډول د داعش د جنګیالیو د ځپلو لپاره خلکو باندې د وسلو د پورته کولو غږ کړی دی.

د افغانستان د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال د سه شنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل چې په عراق او سوریې کې د داعش کړنو ته په پاملرنې، دې دا ګڼي چې داعش ډله به د طالبانو سره د جګړو وروسته په افغانستان کې شیعه ګان او هزارګان په نښه کړي.

د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال په دغه مرکه کې په ټینګار وویل چې د خلکو څخه د ده غوښتنه د مخالفو وسله والو په وړاندې د افغان حکومت د ستراتیژۍ یوه برخه ده.

ښاغلي محقق وویل "دا درې پړاونه زمونږ د ستراتیژۍ برخه ده اردو پولیس او امنیت ملي په لومړي پړاو کې اربکي پولیس هم یو شمیر د هغوی په څنګ کې رامنخ ته شوي دي د خلکو خوځښتونه یې یو بل پړاو دی، د خلکو خوځښتونه ځان ته کړنلار لري چې چیرته یې ملاتړ وشي ".

ښاغلي محقق وویل څه چې دې یې ترسره کوي د دولت په چوکاټ کې یې ترسره کوي او هدف یې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ دی او دا ځکه چې د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال په وینا د سلو زرو څخه زیات بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وتلي دي او اوس ددغو ځواکونو تشه هم افغان امنیتي ځواکونو ډکه کړې ده چې په ځینو برخو کې افغان امنیتي ځواکونه د خپلو مخالفانو په وړاندې په بشپړه توګه مقابله نه شي کولای او د خلکو مرستې ته اړتیا لري.

هغه د مثال په توګه د میدان وردک ولایت د جلریز په ولسوالۍ کې د سیمه ایزو پولیسو او طالبانو ترمنځ د څو ورځو وړاندې جګړې یادونه وکړه وې ویل چې دغې جګړې ۳۶ ساعتونو لپاره دوام وکړ خو د سیمه ایزو پولیسو ملاتړ ته امنیتي ځواکونه ونه رسیدل.

د افغانستان د جمهور رئیس لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم هم د سه شنبې په ورځ په فاریاب کې یو خبرې کنفرانس ته په وینا کې وویل چې دې چې د افغان حکومت د مخالفو وسله والو په وړاندې څه کوي د افغنستان د جمهوررئیس په سلامشوره یې ترسره کوي.

جنرال دوستم د حاجي محقق په څیر د ملیشه جوړولو اوازې په کلکه رد کړي وې ویل چې هغوی چې دا ډول څرګندونې کوي د خپل ګرم زړه څخه غږیږي او د افغانستان حالات ورته څرګند نه دي.

نږدې یوه اونۍ وړاندې د بلخ ولایت سرپرست استاد عطا محمد نور رسنیو سره په خبرو کې د افغانستان په شمال کې د مخالفو وسله والو په وړاندې دجمعیت اسلامي، جنبش ملي او حزب وحدت ترمنځ د یو ائتلاف خبر ورکړې وو.

د افغانستان د تیرو دوه لسیزو حالاتو په ځانګړې ډول د افغانستان په شمال کې ددغو دریو ډلو کړنو ته په کتنې د چارو یو شمیر کارپوهان دا ډول ائتلافونه د افغانستان تیرو ترخو وختونو ته د ستنیدلو په معنی ګڼلي دی.

په ولسي جرګه کې د بلخ د ولایت یوې استازې میرمن ګلالۍ نور ساپۍ امریکا غږ سره به مرکه کې وویل چې دا ، د دغې ائتلاف په جوړیدلو ډیره اندیښمنه شوې ده.

میرمن ساپۍ وایي چې "دا پرته د ملیشه جوړولو بل هیڅ څه نه دي."

XS
SM
MD
LG