د افغانستان د سنو بورډ ملي لوبغاړو د دغې لوبې د اسیا کپ په سیالیو کې یو د سپینو زرو او څلور د برونزو مډالونه وګټل.
افغان لوبغاړی کریم فیضي چې د دغو سیالیو په نوملړ کې شپږم مقام کې راغلی د سپینو زرو مډال یې ګټلی.
دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د سنو بورډ ملي لوبغاړي په بهرنیو سیالیو کې برخه اخلي.
د افغانستان د سنو بورډ فدراسیون مشر احمد رومل حیات امریکا غږ ته وویل "پوره چمتوالی مو نیولی و، نظر دې ته چې دا د لوبغاړو لومړنۍ بهرنۍ سیالۍ وې موږ ښه وځلېدو."
دغو لوبغاړو په کابل او بامیانو کې نږدې یوه میاشت یادو سیالیو ته چمتوالی نیولی و.
د سنو بورډ اسیا کپ سیالیو کې چې روانه اونۍ د پاکستان د خیبر پښتون خوا سوات ښار کې پیل شوې وې د بیلابیلو هېوادونو نه ۳۹ لوبغاړو پکې سیالۍ وکړې.
سنو بورډ په افغانستان کې نوې لوبه ده.
د سنو بورډ فدراسیون د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې جوړ شو چې اوس مهال شااوخوا لس ملي لوبغاړي یې غړي دي.