د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ: ایشیا کپ او نړیوال جام ته د افغان لوبډلې چمتووالی


د افغانستان کرکټ بورډ د ایشیا کپ او د شل اوریزو د سږني کال نړیوال کپ ته د ملي لوبډلې د چمتو کولو لپاره خپل پروګرامونه اعلان کړل.

د افغانستان د ملي لوبډلې مشر روزونکي لانس کلوزنر نن دوشنبه (د سلواغې ۷مه) کابل کې په یوې خبري ناستې کې وویل هڅه یې دا ده چې افغان لوبډله راتلونکي نړیوال جام او اسیا جام سیالیو ته ښه چمتو کړي.

هغه زیاته کړه "اوله موخه مو دا ده چې نړیوال او اسیا جام لوبو کې لږ تر لږه پلې اف لړۍ ته ځان ورسوو. چمتوالي ته په کتو افغان لوبډله ځواکمنو لوبډلو سره ښه لوبه کولی شو."

له بلې خوا د ملي لوبډلې لوبډلمشمر اصغر افغان هم په دې ناستې کې وویل د افغانستان ملي لوبډله به په راتلونکو میاشتو کې پینځه تمریناتي کمپونه ترسره کړي.

هغه راتلونکي نړیوال شل اوریزو جام سیالیو په اړه وویل:"شل اوریزې لوبې ډېرې چټکې دي له همدې امله باید تجربه لروونکي لوبغاړي ورته وټاکل شي."

ښاغلي افغان زیاته کړه چې په دې لوبډلې کې به یو شمېر هغه ځوان لوبغاړي هم شامل وي چې شل اوریزو لوبو کې ښه ځلېدلي دي.

لوبډلمشر اصغر افغان دا هم وویل د ملي لوبډلې راتلونکي کمپونه به د ملي لوبډلې مشر روزونکی لانس کلوزنر او نورو روزونکو په حضور تر سره شي او ډېر پام به یې د لوبغاړو په وړتیاوو لوړولو باندې وي.

په پام کې ده چې د روان زېږدیز کال په سپټمبر میاشت کې د اسیا جام سیالۍ د پاکستان په کوربه توب پیل شي.

له هغه وروسته اکټوبر میاشت کې د اسټرالیا په کوربه توب د شل اوریزو نړیوال جام سیالۍ پیلیږي.

افغانستان په داوړو کپونو کې سیالو لوبډلو سره لوبې کوي.

XS
SM
MD
LG