د لاس رسي وړ اتصالات

د تکواندو افغان لوبغاړو اماراتو کې د سپینو زرو مډالونه ګټلي


د افغانستان د تکواندو د ملي لوبډلې دوه لوبغاړي د متحده عربي اماراتو په (فجیره اوپن امارات) سیالیو کې د سپینو زرو مډالونه وګټل.

دغه سیالۍ چې د ۴۰ هېوادونو تکواندو کارانو تر منځ په (G2) کچه ترسره شوې، افغان لوبغاړو هر یو فرزاد منصوري د ۶۸ کیلو ګرام او محسن رضايي د ۵۸ کیلو ګرام وزنونو سره خپل څلور څلور سیالان مات او دغه بریا یې خپله کړه.

یادو لوبغاړو د سپنو زرو مډالونو په ګټلو هر یو ۱۲ امتیازونه ترلاسه کړي دي.

د تکواندو نړیوال فډراسیون د ځوانو تکواندو کارانو په درجه بندۍ کې، محسن رضايي د نړۍ ۶۹ او فرزاد منصوري د نړۍ ۱۱۶ تکواندو کار راغلی.

د ښي خوا نه محسن رضايي، روزونکی بشیر ترکی او فرزاد منصوري.
د ښي خوا نه محسن رضايي، روزونکی بشیر ترکی او فرزاد منصوري.

د افغانستان د تکواندو فدراسیون ویاند ذبیح الله شهزاد نن دوشنبه امریکا غږ ته وویل:"د دوه لوبغاړو ګټل شوي امتیازونه به د دوی په نړیواله درجه بندۍ کې مثبت اثر وکړي. د راتلونکې میاشتې په نوې درجه بندۍ کې ښايي محسن د نړۍ په ۵۰ غوره او فرزاد د نړۍ په ۱۰۰ غوره تکواندو کارانو کې راشي."

برسېره پر دې د ملي لوبډلې څلورو نورو لوبغاړو هر یو حسین لطفي، زهرا میرزايي، سیمه غلامي او حکمت الله زین هم په دغو سیالیو کې لوبېدلي خو کوم مډال یې نه دی ګټلی.

که څه هم تېر کال هم افغان لوبغاړو په دغو لوبو کې ګډون کړی و خو دا لومړی ځل دی چې افغانستان په ځوانو لوبغاړو کې د سپینو زرو مډالونه ګټي.

د فجیره اوپن امارات سیالۍ هر کال په (G2) کچه، متحده عربي امارتو کې ترسره کیږي.

سږ کال دغه لوبې د ۴۰ هېوادونو د ۲۲۰۰ تکواندو کارانو په بیلابیلو عمرونو کې ترسره شوې چې پرون یکشنبه (د سلواغې ۱۳مه) پاې ته ورسېدې.

XS
SM
MD
LG