د لاس رسي وړ اتصالات

افغانه محصله وايي له طب څخه د فارغېدو هیله یې نیمګړې پاتې شوې


ګلپاڼه احمدزۍ په افغانستان کې د طب پوهنځي محصله وه، وايي د طالبانو له لوري د نجونو پر لوړو زده کړو بندیز یې له دغه پوهنځي څخه د فارغېدو هیلې په نیمه کې پرې ایښي دي.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ په دسمبر کې په افغانستان کې ټولو پوهنتونونو ته امر وکړ چې د نجونو پر مخ خپلې دروازې تر "امر ثاني" پورې وتړي.

احمدزۍ وايي، غوښتل یې ډاکټره شي او د خپلو خلکو خدمت وکړي.

نوموړې امریکا غږ ته وویل: "دا پرېکړه د مېرمنو او افغانستان په زیان ده... د ټولو نجونو غوښتنه همدا ده چې زموږ پرمخ د پوهنتونو او مکتبونو دروازې مه تړئ. له ټولو غواړو چې زموږ پرمخ د پوهنتونونو او مکتبونو دروازې خلاصې کړي ترڅو موږ تعلیم وکړو."

احمدزۍ وايي د نجونو پر لوړو زده کړو بندیز د زرګونو نجونو پر ژوند ناوړه اغیزې کړي او یو شمېر نجونې په ژور خپګان اخته شوي دي.

نوموړې وايي: "د دوی په روح او روان باندې په هر یو باندې ډېر بد اغیزه کړې ده. زیاتره داسې شاګردان موږ لرو چې هغوی د خپل راتلونکي په اړه ډېر اندیښنه کوي او ډیپریشن ته تللې دي."

د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار د طالبانو محدودیت په ملي او نړیواله کچه غندل شوی دی. په افغانستان کې د امریکا سفارت پخوانۍ مرستیاله اني فورزایمر له تعلیم څخه د نجونو بې برخې کول "بشري جنایت" بولي.

فورزایمر امریکا غږ ته وویل: "زه فکر کوم هغه څه چې د میرمنو او نجونو سره پیښیږي وحشتناک دي. دا د بشري‌ حقونو څخه سرغړونه ده. دا د بشريت په وړاندې جنایت دی.."

طالبان وايي چې میرمنو ته یې د شریعت په چوکاټ کې حقونه ورکړي دي. خو نړیوالې ټولنې په پرله پسې ډول له طالبانو غوښتي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو او قومي او مذهبي اقلیتونو حقونو ته درناوی وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG