د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په هند کې د تکواندو د نړیوالو سیالیو اتل شو


افغان تکواندو ټیم په ۱۳ هیوادونو کې لومړی مقام وګټو
افغان تکواندو ټیم په ۱۳ هیوادونو کې لومړی مقام وګټو

د افغانستان د تکواندو لوبغاړو په هند کې د تکواندو په آزادو اتلولۍ سیالیو یا جي -۱ کې اتلولي وګټله.

دا سیالۍ د جون له ۱۱ – ۱۶ نیټې پورې د هند په حیدر آباد کې وشوې چې د افغانستان سربیره پکې ۱۲ هیوادونو ګډون کړی وو.

د افغانستان د تکواندو د فدراسیون د مطبوعاتو مسول ذبیح الله شهزاد امریکا غږ ته وویل چې افغانستان ددغو سیالیو د غټانو په برخه کې وکولای شول ۴ د سرو زرو، ۳ د نقرې او ۲ د برونز مډالونو په ګټلو سره اتلولي وګټله.

له افغانستان څخه وروسته هند دویم او نیپال دریم مقام ګټلی دی.

همدان شان د تنکیو ځوانانو په برخه کې افغانستان ۴ د سرو زرو، ۲ د سپینو زرو او ۲ د برونزو مډالونه ګتلي او دوو افغان نجونو روبینا رسولي او زهرا مرزايي هم د برونز مډالونه ګټلي دي.

افغان لوبغاړو وکولای شول ۸ د سرو زرو، ۵ د نقرې او ۴ د برونز مډالونو په ګټلو سره ټولټال ۱۷ مډالونه وګټي.

د غټانو په برخه احمد بخشي په ۶۳- ،حسین لطفي په ۶۸-، احمد سیر خالقي په ۷۴- ، او رامش حسیني په ۸۰- کیلو ګرام وزن کې د سرو زرو مډالونه ګټلي دي.

د اتل هیواد افغانستان بیرغ تر ټولو لوړ ځړول شوی دی
د اتل هیواد افغانستان بیرغ تر ټولو لوړ ځړول شوی دی

په هند کې د جي-۱ تکواندو سیالیو د ترسره کولو هدف د نړیوالو لوبغاړو ترمنځ د رینکنګ یا درجه بندۍ ټاکل وو.

د تکواندو د نړیوال فدراسیون لخوا اتل لوبغاړي ته ۱۰، دویم مقام ګټونکي ته ۶ ، او دریم مقام ګټونکي ته ۳.۶ امتیاوزونه ورکول کیږي.

د یادولو وړ ده چې په دغو سیالیو کې د نړۍ ۲۵۰۰ لوبغاړو ګډون کړی وو چې له افغانستان څخه د ۶ نجونو په ګډون ۲۷ لوبغاړو ګډون کړی وو.

XS
SM
MD
LG