د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د بندیانو د تبادلې د ځنډېدو پړه پر امریکا اچولې


وسله والو طالبانو د خپلو درې غړو او افغان امریکايي پوهنتون د دوو تنو استادانو د تبادلې د ځنډېدو پړه پر امریکا اچولې ده.

طالبان وايي، امریکايي لوری تېره اونۍ نه دی توانېدلی، چې دغه تبادله د افغانستان په کوم ځای کې تر سره کړي.

د دغه ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پرون جمعه د «نومبر پر ۱۵مه» امریکا غږ ته وویل، چې د بندیانو تبادله د اوس لپاره ځنډېدلې، چې د نوموړي په وینا د ځنډېدو پوښتنه یې باید له امریکايي چارواکو نه وشي، چې ولې خپله ژمنه نه پوره کړې.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره اونۍ د «نومبر پر ۱۲مه» په مشروط ډول له بګرام زندان څخه د انس حقاني، مالي خان او عبدالرشید د خوشي کېدو اعلان وکړ.

له یادو طالب چارواکو سره په تبادله کې ټاکل شوې ده، چې د افغان امریکايي پوهنتون دوه تنه استادان کيون کنګ او ټيموتي ويکس، له ۲۰۱۶ کال راپدېخوا نه له طالبانو سره بندیان دي خوشي شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد امریکا غږ ته ویلي:"له امریکايي لوري سره زموږ د هوکړې په اساس زموږ بندیان یو خوندي ځای ته وړل کېدل او هلته به خوشي کېدل او موږ به امریکايي او د هغه «همکار» امریکا ته سپارو."

امریکايي لوري تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

طالب سرچینو د رویټرز او اسوشیتید پرس خبري اژانسونو ته هم ویلي، چې انس حقاني او دوه نور لوړپوړي طالبان بیرته د بګرام زندان ته انتقال شوي دي.

رویترز اژانس هم د افغانستان د یوې حکومتي منبع په وینا چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی رپوټ ورکړی چې دغه تباله "ځنډول شوی ده".

لا معلومه نه ده چې دغه تباله به کله او چیرته تر سره شي.

XS
SM
MD
LG