د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: انس حقاني بیرته د بگرام زندان ته لیږدول شوی


جمهور رئیس غني د سه شنبې په ورځ د انس حقاني، حاجي مالي خان او حافظ رشید عمري د مشروط خوشې کیدو خبر ورکړی و
جمهور رئیس غني د سه شنبې په ورځ د انس حقاني، حاجي مالي خان او حافظ رشید عمري د مشروط خوشې کیدو خبر ورکړی و

د طالبانو منابعو د رویټرز او اسوشیتید پرس خبري اژانسونو ته ویلي چې د حقاني شبکې د مشر ورور، انس حقاني او دوه نور لوړپوړي طالبان بیرته د بگرام زندان ته انتقال شوي دي.

د طالبانو یو ویاند ذبیح‌الله مجاهد، د جمعې په ورځ (نومبر ١٥ – د لړم ٢۴) اې پي خبري اژانس ته وویل دغه بندیان چې ټاکل شوی وه د یو امریکایي او یو استرالیایي یرغملو سره تبادله شي ټاکلي ځای ته د تبادلې لپاره انتقال نه شول.

هغه وویل چې ددغې تبادلې د نه ترسره کیدو دلیل څرگند ندی او دا چې د امریکایي پوهنتون دوه استادان اوس هم د طالبانو سره بندیان دي.

د رویترز اژانس هم د د افغانستان د یوې حکومتي منبع په وینا چې نوم یې ندی په ډاگه شوی رپوټ ورکړی چې دغه تباله "ځنډول شوی ده".

د طالبانو دریو مختلفو منابعو د رویترز اژانس ته ویلي چې انس حقاني او دوه نور قوماندانان بیرته د بگرام زندان ته انتقال شوي دي. دغو منابعو همداشان ویلي چې ددغې پیښې وروسته طالبانو د امریکایي پوهنتون استادان "یو مصؤن ځای ته" انتقال کړي دي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د امریکایي پوهنتون د دوو استادانو د خوشې کیدو په بدل کې چې د ٢٠١٦ کال راهیسې د طالبانو سره بندیان دي منلي چې د حقاني شبکې او طالبانو لوړپوړي غړي انس حقاني، حاجي مالي خان او حافظ رشید عمري په مشروطه توگه له زندان نه خوشې کړي.

په کابل کې د امریکا سفارت د جمهور رئیس غني ددغه تصمیم هرکلی کړی دی.

خو ددې اعلان نه درې وروسته بیا هم تر اوسه بندیان ندي تبادله شوي. د افغانستان حکومتي مقاماتو او همداشان امریکایي مقاماتو تر اوسه په رسمي توگه پدې هکله نظر ندی څرگند کړی.

XS
SM
MD
LG