د لاس رسي وړ اتصالات

غني: په افغانستان کې نړیوال تروریستان منسجم شوي


غني: تر هغې چې نظامي وضعیت بدل نشي طالبان جدي مذاکرات نکوي
غني: تر هغې چې نظامي وضعیت بدل نشي طالبان جدي مذاکرات نکوي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي چې طالبان د "سولې، ودانۍ او روغې جوړې" اراده نلري.

هغه د یکشنبې په ورځ اګست لومړۍ (زمري لسمه) د کابینۍ په لومړنۍ دیجیټلي ناسته کې وویل چې طالبان به مذاکراتو ته په جدي توګه حاضر نشي تر څو چې د جګړې په میدان کې نظامي وضعیت نه وي بدل شوی.

ښاغلي غني وویل: "هیڅ ډول شک مه لرئ چې تر سرتاسري یرغل لاندې یاست او دا یرغل د درې شیانو ترکیب دی. لومړی طالب چې په تیرو ۲۴ کلونو کې یې په رښتیا هم ډیر بدلون کړی دی، ډیر فجیع شوی دی، ډیر ظالم شوی، ډیر نامسلمان شوی، هو بدلون یې کړی دی، خو مثبت بدلون یې ندی کړی....دوهم یوه ډیره منسجمه سوق او اداره رامنځته شوې چې جوړښت کې یې نړیوال ترهګریز بنسټونه او ملاتړي هیوادونه دي او ورځ کې له ۵۰ تر ۱۵۰ عملیاتونه ترسره کوي، او دریم دا چې ټول تور نړیوال ترهګریز قوتونه یې زموږ سپیڅلې خاوره کې داخل کړي دي".

ښاغلي غني اعلان وکړ چې حکومت هوډ لري تر څو راتلونکو شپږو میاشتو کې د جګړې وضعیت په اساسي توګه بدل کړي او د دغه بدلون زمینه برابره شوې ده.

ښاغلي غني وویل چې دوی د سراسري ملي بسیج په برنامې هم کار کوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې تر بل هر وخت افغانستان کې جګړو زور اخیستی چې له امله یې زرګونه کورنۍ له خپلو سیمو څخه بېځایه شوي دي.

د کابینې دیجیټلي ناسته

د افغانستان حکومت د دیجیټلي حکومتولۍ د هڅو په دوام، نن یکشنبه خپله لومړنۍ دیجیتلي غونډه وکړه.

ولسمشر غني په دغه غونډه کې وویل چې جوړ شوي اقتصادي پلانونه له اوسنیو شرایطو سره سمون نلري او ټولې دولتي ادارې مکلفې دي چې د خپلو کارکوونکو معاشونه په دیجیټلي بڼه ورکړي.

هغه ټینګار وکړ چې ټولې دولتي ادارې دې په خپل وخت کارکوونکو ته خپل معاشونه ورکړي.

ولسمشر غني همدارنګه وویل چې د افغانستان بانک د بانکي حساب د جوړولو ظرفیت لري او وروسته له دې که خلک په دغه بانک کې حساب پرانیزي، کولای شي خپلې ټولې بانکي معاملې د مبایل له لارې ترسره کړي.

د افغانستان د چارو د ادارې مشر ډاکټر فضل محمود فضلي د کابینې په دغه ناسته کې وویل چې د دیجیټلي حکومتولۍ سیستم له مخې به د ټولو دولتي ادارو ترمنځ همغږي رامنځته شي.

ښاغلي فضلي وویل: "له دې وروسته د جمهوري ریاست د چارو اداره د پنځه اتیا مرجعو سره د اسنادو طی مراحل، د کابینې او عالي شورا ګانو د ناستو تنظیمول، د عالي مقام د هدایاتو احکام او فرامینو او د جلسو او مصوبو د تعقیب او راپور ورکولو ټولې پروسې دیجیتل کیږي".

هغه وویل چې د دیجیتلي حکومتولۍ په اساس به شفافیت او حساب ورکونه رامنځته شي او همدارنګه د اداري وسایلو په مصرف کې به هم د پام وړ سپما رامنځته شي.

XS
SM
MD
LG