د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو مشر: د سیاسي حل لارې جدي طرفدار یو 


په قطر کې د طالبانو استازي
په قطر کې د طالبانو استازي

په داسې حال کې چې طالبانو په افغانستان کې په دې وروستیو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او یو شمېر سیمې یې نیولې دي، د دغې ډلې مشر ملا هبت الله اخند ټېنګار کړی چې هغوی د شخړې د سیاسي حل پلوي دي.

وسله والو طالبانو د یکشنبې په ورځ جولاۍ ۱۸ (چنګاښ۲۷) خپل مشر ته منسوب د اختر پیغام خپور کړی دی خو ویل شوي نه دي ‌چې مشر یې چېرته دی او دا پیغام یې له کوم ځای څخه خپور کړی دی.

ملا هبت الله ته په دغه منسوب پیغام کې د نورو مسایلو تر څنګ، د افغانستان د روانې شخړې د حل په اړه هم خبرې شوي‌ دي.

په پیغام کې راغلي دي‌ چې طالبان «په هیواد کې د سیاسي حل لارې جدي طرفداره دی... او هر هغه فرصت» چې د سولې او امن سبب کیږي، دوی به «استفاده ترې» کوي.

د طالانو مشر په خپل پیغام کې دا ټېنګار کړی دی چې «له خپله لوري د خبرو اترو د لارې د مسئلې حل ته ژمن...» دي او «مقابل جهتونه» یې د «وخت په ضایع» کولو تورن کړي‌ دي.

په پيغام کې ویل شوي نه دي‌ چې «مقابل جهتونه» څوک دي، خو همدا اوس په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د استازو ترمنځ خبرې روانې دي.

افغان حکومت وايي چې طالبان د سولې په خبرو کې جدي نه دي او غواړي‌ له نظامي لارې واک ته ورسیږي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني‌ او نورو افغان چارواکو ویلي دي چې طالبان د زور له لارې واک ته رسېدلای نشي‌ او د افغانستان د روانې جګړې د ختم یوازینۍ لار سیاسي تفاهم دی.

افغان چارواکي ټېنګار کوي چې د افغانستان وسله وال پوځ د خپلې خاورې څخه د دفاع توان لري.

XS
SM
MD
LG