د لاس رسي وړ اتصالات

افغان سوداګر: د پاکستان راتلونکې حکومت دې تجارتي خنډونه لیرې کړي


د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترانزیتي ستونزې
د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترانزیتي ستونزې

افغان سوداګر په پاکستان کې د فبرورې د میاشتې د اتمې ټولټاکنو په پایله کې له راتلونکې حکومت څخه هیله لري چې د دواړو هېوادونو ترمینځ دې په ټپه ولاړه سوداګرۍ ته د حل لاره ومومي.

په پېښور کې یو افغان سوداګر حاجي فضل الرحمان له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، د ده په څېر ټول هغه تجار چې افغانستان او پاکستان ته مالونه وړي راوړي،‌ ډېر زیات خپه دي، ځکه چې په تېرو څو میاشتو کې ورته زښت ډېر مالي تاوانونه وراوښتي دي.

نوموړی وایي: ”موږ افغان سوداګر او هم ډرایوران د پاکستان له راتلونکې حکومت څخه هیله لرو چې ستونزو ته مو پام واړوي، له تېرو څو میاشتو راهیسې ټرانسپورټ هم ډېر خراب دی، د دواړو هېوادو ترمینځ سوداګري بېخي نیشت ته رسېدلې ده، پر ټرانزیټ هم ځینې بندیزونه لګېدلي دي.“

په پېښور کې د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونو ارقام ښيي چې تر ۲۰۲۱ کال پورې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د دوه نیم مېلیارده امریکايي ډالرو سوداګري کېده خو اوس شاوخوا ۸۰۰ مېلیونه ډالرو ته راښکته شوې ده. د سوداګرۍ د کمېدو په وجه سره سوداګرو ته هم ډېر تاوانونه رسېدلي دي.

د پاکستان د پنجاب ایالت په مرکز لاهور کې د افغانستان د ننګرهار ولایت یو کارخانه دار حاجي رئیس خان چې افغانستان ته د خپلې فابرېکي لوښي صادروي، امریکا غږ ته وویل، له تېرو درې کلونو راهیسې یې کاروبارونه ډېر زیات خراب دي چې له کبله یې عادي ژوند هم اغېزمن شوی دی: ”اوس مو هیله د پاکستان راتلونکې حکومت ته ده که یې زموږ خوا ته پام راواړلو چې سوداګري مو ښه شي“.

د ډیورنډ پر کرښه د تجارت د بندیدو لاملونه

د پاکستان سرپرست حکومت له راتلو سره سم په ظاهره د اسلام اباد د ځینو ملحوظاتو له کبله پر ډیورنډ کرښه تجارتي هلې ځلې په ټپه ودرېدلې دي. لومړی دا چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له راتلو سره ”د تحریک طالبان پاکستان وسله والو په پاکستان کې بریدونه ډېر کړي“ او غوښتنه کوي‌ چې په کابل کې واکمن طالبان دې یې مخه ونیسي خو افغان طالبان دا ”د پاکستان کورنۍ لانجه بولي.“

بله دا چې اسلام اباد ادعا کوي، د افغان ټرانزیټي سوداګرۍ ډېری توکي چې افغانستان ته څنګه وارد شي نو بیرته پاکستان ته اړول کیږي چې د ملک اقتصاد ته یې ډېر لوی تاوان رسېږي ځکه خو یې سرپرست حکومت د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پر سوداګریزو لارو د پاسپورټ او ویزې لازمي‌کولو شرط لګولی دی.

د پاکستان د سرپرست حکومت د دې اقدام په غبرګون کې له تېرو څو میاشتو راهیسې د چمن-بولدک او انګور اډې پر لارو په لسګونه زره کسان پر احتجاج دي او د پاسپورټ او ویزې ‍شرط نه مني.

د بلوچستان په چمن ښارګوټي کې پر پرلت ناست د ډېرو کسانو ژوند د کندهار له بولدک څخه وړې وړې سوداګریزه غوټې راتېرول وو چې اوس اسلام اباد ورباندې د چمن او بولدک ترمینځ د پاسپورټ او ویزې شرط لګولی دی.

د تجارتي خنډونو ختمولو هلې ځلې

د پاکستان او افغانستان ترمینځ د ترینګلې سوداګرۍ په اړه په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو لخوا اداره کېږي، د طلوع تلویزیون سره ددې سفارت د مسول یوه مرکه کې چې د جنورۍ په میاست شوې او دې سفارت پر خپله ایکس پاڼه خپره کړې، دې پوښتنې ته څرګند جواب ندی ویل شوی چې پاکستان ولې، د افغانستان پر وړاندې د سوداګرۍ په برخه کې خنډونه جوړوي او تجارتي لارې یې پرمخ تړي؟ خو دا یې ویلي چې په اسلام اباد کې یې له چارواکو سره بیا بیا تجارتي ستونزې مطرح کړې دي.

د پاکستان د سرحداتو او قبایلو وزارت یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې د پاکستان ډیموکراتیک موومنټ (پي ‌ډي اېم) په مشرۍ مخکیني حکومت په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د تجارتي خنډونو لیرې کولو لپاره خبرې پیل کړې وې خو د سرپرست حکومت له راتلو سره سم دغه بهیر ودرېده.

نوموړی هیله من دی چې کېدای شي د فبرورۍ اتمې (۲۰۲۴) په نتیجه کې راتلونکې حکومت په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د خپلو تجارتي اړیکو ښه کولو لپاره کړنلاره وټاکي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG