د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په کندهار کې د دهلې بند نیولی


سیمه‌ييز مقامات وايي چې تر درنې جګړې وروسته طالبانو د کندهار د دهلې بند نیولی دی.

د دغه بند د ساتلو پر امنیتي پوستو له تیرو ۲ اونیو راهیسې جګړه وه چې تېره شپه يې امنیتي پوستو سقوط کړی او یاد بند په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو لاس ته لویدلی.

د شاه ولیکوټ ولسوال حاجي ګلبدین امریکا غږ ته وويل چې د دهلې بند په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو لاس ته لویدلی او جګړه لاهم بند ته نږدې په مردژي، زرتاله او ځينو نورو سیمو کې دوام لري.

ده وويل: "زموږ قواوو له تیري یوې میاشتي راهیسې د بند کلکه ساتنه وکړه څو ځله مو له ولایتي مسئولینو غوښتنه وکړه چې زموږ پوليس را اکمال کړي چا اقدام ونکړ اوس که بند ته هر ګواښ پېښیږي مسئولیت به يې د وسله والو په غاړه وي، ځکه ځايي خلګو ځيني بهرني وسله وال هم لیدلي".

بل خواته په جنوب کې د پوځ مقامات وايې چې ژر به د دهلې بند د امنیت لپاره پوځي عملیات پيل کړي.

د ۲۰۵ اتل قول اوردو ویاند ډګروال یحی علوي امریکا غږ ته وويل: "د دهلې بند یوې پوستې سقوط کړی زموږ هڅي روانې دي چې ژر د بند د امنیت لپاره اغېزمن ګامونه واخلو".

د شاه ولیکوټ ولسوالۍ یوه لوړ پوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط وويل چې د دهلې بند د ساتونکو پوليسو پر مرکز په وسله وال برید کې يو پوليس وژل شوی او ۴ تنه نور ټپیان دي.

درې اونۍ وړاندې د دهلې بند یوازنی لوی پل هم د چارواکو په وینا وسله والو طالبانو په بمونو له منځه وړی و.

د دهلې بند تر کجکي وروسته په افغانستان کې د اوبو دوهم لوی بند دی چې د کندهار د ۷ ولسوالیو کرنیزو ځمکو ته اوبه ورکوي.

په عین حال کې د جګړې له وېرې د دهلې بند ته څېرمه له ۷ کلیو څخه سل ګونه کورنۍ کډوالې شوي دي.

ځايي اوسیدونکي وايي چې بند ته څېرمه د ټکتو، ناسربوګري، بایغز، لوی جمن، کښته جمن، زرتالي، احمدواله او کلاکلي څخه تر ۳۰۰ زیاتې کورنۍ له تېر ماښام راهیسې کډوالې شوې دي.

وسله والو طالبانو د دهلې بند د نیولو په اړه تر دا مهال رسنیو ته کومه تبصره نه ده کړې.

د کندهار- لښکرګاه لارې پرانیستل

د افغانستان دفاع وزارت د کندهار په میوند او ژیړۍ ولسوالیو کې د طالبانو په خلاف د هدفي عملیاتو خبر ورکړی او د دغې ډلې جینګالیو ته یې د مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

دغه وزارت په یو بیان کې ویلي چې یاد عملیات تېره ورځ پیل شوي او په ترڅ کې یې ۳۶ طالبان وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت ویلي چې په دغو عملیاتو کې د کندهار- لښکرګاه لاره هم پرانیستل شوې: "وسله‌والو طالبانو دغې لويې لارې کې د ماينونو د ځای پر ځای کولو سربېره، پلونه او پلچکونه په بمونو ویجاړول او د ملکي خلکو مسافرو د تګ و راتګ لپاره يې ګڼ شمېر ستونزې رامنځ ته کولې. دغه لاره نن د دفاعي او امنیتي ځواکونو له لوري په بشپړ ډول د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شوه".

دفاع وزارت دغه راز ویلي چې د افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې لسګونه پلونه او پلچکونه چې "د وسله والو طالبانو لوري په بمونو ویجاړ شوي" د امنيتي او دفاعي ځواکونو له لوري بېرته رغول شوي دي.

په بیان کې راغلي چې افغان ځواکونو په دغو عملیاتو کې لسګونه ماينونه کشف او شنډ کړي دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه غبرګونه نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG