د لاس رسي وړ اتصالات

د اوربند ختمېدل؛ افغان ځواکونو هلمند کې تعرضي عملیات پيل کړي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

په افغانستان کې د کوچني اختر په مناست درې ورځني اوربند تر پای ته رسېدو وروسته په هلمند کې ۲۱۵ میوند قول اردو د طالبانو پر ضد د تعرضي عملیاتو پیلېدو خبر ورکړی دی.

دغه قول اردو نن یکشنبه مۍ ۱۶ (غوايي ۲۶) په یوې اعلامیې کې ویلي چې عملیات د لښکرګاه ښار په لوېدیځ او د دغه ولایت په ناوې او نهرسراج ولسوالیو کې پیل شوي دي.

د میوند قول اردو په اعلامیه کې راغلي: "افغان دفاعي ځواکونو د تېرو لسو ساعتونو د تعرضي عملياتو له پيل څخه د هلمند ولايت لښکرګاه غربي سيمو او د نهرالسراج په ولسوالۍ کې؛ د مارجې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي مسؤول او د لښکرګاه ښار نوي مسؤول محسيني په ګډون، ۲۰ طالب ترهګر وژل شوي دي."

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو د معلوماتو په اساس د دغه عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د ماين جوړونې ډيپو، ۱۴ کړۍ ماينونه او ۵۰ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي هم له منځه وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په هلمند کې تر اوربند وروسته جګړې په اړه تبصره نه ده کړې.

د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د اختر د درې ورځني اوربند موده تیره شپه ۱۲ بجې پای ته ورسېدل.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تیره شپه د افغانستان د قول اردوګانو له مسؤلینو سره خبرو کې هغوی ته امر کړئ و که چیري طالبان اوربند ونکړي، هغوی دي د افغانستان هره سیمه کې ځپي.

XS
SM
MD
LG